قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د اردنی ورځپاڼې «الدستور» نه په نقل، اردن کښې د ښځو «الهاشمی» قرآن تفسیر، تلاوت او حفظ کښې نړیواله مقابلو لسمه دوره پرون د دغه هیواد د اوقاف او اسلامی چارو او مقدساتو وزارت په همت سره شروع شوه.
د مقابلو په دې دوره کښې ۵۵ مقابله کوونکې له ۲۱عربی او نړیواله هیوادونو نه شتون لری.
د اردن اوقاف وزیر هایل عبد الحفیظ داوود د پرانیستا مراسمو کښې خپل تقریر وویل: د دې مقابلو پیل کول د اردن د دولت فعالیت کولو لپاره ځانګړی تمایل او اهتمام دی چې د ایمان او تقوا ټنګولو، قرآن او سنت نبوی سره نیوکه او په ټولنه کښې د اهل قرآن تکریم کولو باندې تاکید لری.
د اردن د مقدساتو او اسلامی چارو او اوقاف وزارت د ښځو چارو ادارې مدیر وفاء العمد هم په دې اړه وویل: د دې وزارت کار او تلاش د قرآن کریم د حفظ او پوهنې پراختیا، د صحیح فکر پراختیا کښې اساسی ملاتړ او له هر قسمه تاوتریخوالی، افراط او اخلاقی انحرافاتو نه لرېوالی دی او هیواد کښې آرامښت او امنیت ته ټینګتیا او استحکام شمېرلی کېږی.
ګومان دی چې دا مقابلې به ۶ ورځې ادامه لری او درېمګړتوب به یی ۶ کسان کوې چې له څلورو هیوادونو لکه د اردن نه یو د قطر نه یو او همدارنګه د الجزایر نه یو کس دی.
د ایران نه هاجر مهر علیان د قرآن حافظه، به د ایران استازی په عنوان سره اردن کښې د ښځو قرآن نړیواله مقابلو لسمه دوره کښې شرکت کوی.
http://www.iqna.ir/fa/News/3183261