IQNA

مالیزیا کښې د قرآن سراسری د قرائت مقابلې خپل کار پای ته ورسولو

12:05 - April 28, 2015
د خبر لمبر: 3223028
نړیواله ډله: مالیزیا کښې د قرآن د قرائت سراسری مقابلې د ګټونکو نومونه اعلان کولو سره خپل کار پای ته ورسولو.


قرآنی خبر خبروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د (Bernama) خبرونو نه په نقل، عین الدین حلمی د سړو قرائت مقابلو کښې ړومبی او حسنا حسن په ښځو کښې ړومبی مقام ترلاسه کړو.

عین الدین ۳۲کلیزه قاری او حسنا حسن ۲۳ کلیزه قاری چې د مالیزیا کلاناتان او پهانګ ایالتونو نه یی په دې مقابلو کښې ګډون کړی وو خپل انعامونه چې په کې نغدې پیسې، یو موټر او د حج د سفر خرڅ وو له مالیزیا ړومبی وزیر نجیب رزاق نه ترلاسه کړل.

دا دواړه قاریان به د مالیزه له اړخه د قرآن نړیواله قرائت مقابلو کښې چې د خرداد میاشتې ۱۸ نه تر ۲۴ د کوالالمپور پوترا نړیواله تجارتی مرکز کښې پیل کېږی ګډون کوی.

عین الدین حلمی د انعام اخیستلو نه پس خبریالانو ته وویل: دا ګټه زما روحیه ښه کولو او شوق زیاتولو لپاره ضروری وه او زه به د قرآن نړیواله مقابلو وخت را رسېدلو پوری خپل قرائت سطح نوره اوچتولو لپاره خپل کار ته ادامه ورکوم.

هغه زیاته کړه: زه اراده لرم چې خپل د قرائت استاد سره د قرائت یوه دوره د قرآن نړیواله مقابلو لپاره تر سره کړم .

حسنا حسن هم زیاته کړه: که څه هم دا به زما قرآن نړیواله مقابلو کې د ګډون ړومبی ځل وې خو د ګټې لپاره به خپل ټول کوښښ او خوارې کوم.

http://www.iqna.ir/fa/News/3209037

captcha