قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، بغداد کښې د شهید ورځ عنوان لاندې مراسمو کښې تاکید کړی: د عراق اهل سنت له داعش ترهګری ډلې نه حمایت نه کوې، بلکې د داعش ډېر ترهګر بهرنې دې او اهل سنت لوی نقصان د داعش له لاسه لیدلې دی.
د عراق ړومبی وزیر دې بیان سره چې د اسلحې او ځواکی جنګ نه د آوازی جنګ بد تر دی، وویل: د الانبار ولایت اوسېدونکو هیڅ توجیه نه لری، او یواځې د آوازو خپرولو له سبب دا مسئله جوړه شوی.
د عراق ړومبی وزیر زیاته کړه: وسله د دولت په لاسونو کښې ده او عراق کښې پوځی وزمه وجود نه لری.
هغه عراق کښې د رضا کار ځواک په اړه وویل: عراق کښې رضاکار ځواک شتون لرې خو هغې سره اجازت نامه ده او هغې د دولت ښودلې شوی چوکاټ دننه کار کوی، د رضاکار ځواک له پوځی وزمه سره برابر ګڼل ظلم دی او منل شوی کار نه دی.
حیدر العبادی په اخیره کښې وویل: د عراق نه د داعش مکمل ویستل ډېر زر تر سره کېږی.