قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د شفقنا خبرونو نه په نقل، د یمن په اسمانونو کښې د جنګی الوتکو شور سره او سره د دې چې سعودی په جوماتونو هم رحم نه کوی، د یمن ولس د رجب میاشتې ړومبۍ جمعه باندې جوماتونو ته ورغلل او ۱۴۳۰ کاله مخکې یمن ته د امام علی علیه السلام په لاس د اسلام را تللو ورځ یی لمونځ او دعاګانو سره ولمانځله.
دا خبره پام کښې لرل ضروری ده چې یمنی ولس په اوومه هجری کښې د اسلام او توحید بیرغ لاندې راټول شوی وو او دوې لپاره ړومبۍ جومات امام علی علیه السلام جوړ کړی وو.
په دې مراسمو کښې شرکت کوونکو د خپل ځواکونو د سعودی یلغاکګر په خلاف د بریالیتوب او دا چې یواځې سوله او امنیت خپل هیواد کښې غواړی تاکید وکړو.
له ډېری مودې رسی یمنی ولس به په دې ورځ جشن کولو او خپل کورونه به یی په شمعو او څراغونو سره روښانه کول او په فقیرانو به یی ډوډۍ خوړله دې کال د سعودی بمونه، چاودنې او ویجاړتوب د هغوی کورونو او ښارونو کښې څرګنده وو.
http://www.iqna.ir/fa/News/3207927