IQNA

د اسلامی نړۍ استادانو شتون سره؛

نړیواله غونډه( د جمهوری اسلامی مصحف معرفی) پیل کېږی

13:15 - May 02, 2015
د خبر لمبر: 3242078
ادبی ډله: د قرآن خپراوی او چاپ د اړیکو او جرائیې مرکز د (د جمهوری اسلامی مصحف معرفی) غونډه د اسلامی نړۍ ۵۰استادانو، پوهاندو څېړونکو د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم مبعوث کې دو ورځې سره سم پیل کولو خبر ورکړی.


د قرآن خپراوی او چاپ د اړیکو او جرائیې مرکز مشر محمد بابایی د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کښې د(جمهوری اسلامی مصحف معرفی) نړیواله غونډه پیل کولو خبر ورکړو او وې ویل: د دې غونډې پیل کولو تاریخ ۲۳ نه تر ۲۴ اردیبهشت اعلان شوی.

هغه دې تاریخ ته چې ټاکلې شوی وو اشارې سره وویل: په دې غونډه کښې به د قرآن کتاب لیکوال  تقریباْ ۵۰ استادان شتون لری چې د ۲۰ نه زیات کسان د نورو هیوادونو نه به دې غونډی لپاره راځې او نور پاتی استادان ایرانی دی.

بابایی دا غونډه حسینیه الزهراء کښې پیل کولو ته اشاره وکړه او وې ویل: کوښښ مو کړی چې د نړۍ ښکارندوی استادان دې غونډی ته دعوت کړو، همدارنګه محصلان او څېړونکې به هم دې غونډه کښې ګډون کوی چې مطرح شوی بحثونو نه فایده پورته کړی.

د قرآن خپراوی او چاپ د اړیکو او جرائیې مرکز مشر څرګنده کړه: دا غونډه به د د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم مبعوث کې دو ورځې سره سم په څلورو ورځو کښې پیل کېږی چې په کې د ۱۰ هیوادونو نه په دې غونډه کې ګډون کولو لپاره شرکت کوونکې دعوت شوی.

بابایی په دې غونډه کې شرکت کوونکې هیوادونو کښې د عراق، سوریه، اردن، ترکیه، لبنان، پاکستان او د اندونزی نومونه واخیستل او وې ویل: د نورو هیوادونو نومونه به څو ورځو پس اعلان شی.

هغه د دې غونډې پیل کولو هدف د قرآن دپوهاندو او استادانو  له جمهوری اسلامی مصحف او څېړنو سره پیژندګلوی وښوده او زیاته یی کړه: له دې غونډې پیل کېدو نه پس به یوه بیانیه صادر شی چې هغې کې به د جمهوری اسلامی مصحف علمی مبانی معرفی کېږی، استادان به دغه مبانی کې مطرحه شوې بحثونه لاسلیک سره تایید کوی.

http://iqna.ir/fa/News/3227390

captcha