IQNA

د پګیدا اسلام دښمن ډلې د تېر لارښود د مسلمانانو نه بښنه

13:47 - May 04, 2015
د خبر لمبر: 3253876
نړیواله ډله: د المان د پګیدا ډلې تېر لارښود کاترین ارتل په دغه هیواد کښې د اسلام دښمنی کښې مظاهرې کوونکې وو د مسلمانانو نه بښنه وغوښتله.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د واشنګټن پوست ارتل ورځپاڼې نه په نقل، د پګیدا غورځنګ تېر لارښود چې د ښی اړخی توند لارو حمایت ورسره وو، خپل یو ویډیو پیغام کښې د مسلمانانو نه د هغوی په خلاف په ټوله اروپا کښې نفرت خپرولو باندې بښنه غوښتلې.

ارتل خپل بیان کې ویلې دې: زه له ټولو مهاجرانو او له ټولو مسلمانانو نه چې په المان کښې سوله یز او په آرامښت ژوندون کوې او زمونږ د کلتور او د قانون احترام کوې بښنه غواړم.

هغه زیاته کړه: هغه کسان چې د پګیدا طرفداران دې باید پوهه شی چې هغې په دې مسئله کښې په غلطی دی.

هغه څرګنده کړه: زه ځان تر حده پورې د دې مسئول ګڼم او غواړم بښنه وغواړم او هغه کار چې زه یی اوس کولې شم دا دې چې دا کړکېچ ترمنځه وړنه کې مرسته وکړم.

ارتل همدارنګه وویل: په نورو باندې ګوته اوچتولو نه مخې باید اول په خپل عمل فکر په کار دې وکړو.

ارتل همدارنګه هغه رسنۍ چې مسلمانان او دین یی خپل هدف ګرځه ولې محکوم کړې.

د ارتل له سولې نه حمایت او د مسلمانانو نه بښنه غوښتل د هغه دوستان تعجب کښې واچول.

د اروپا هیواد پال غورځنګ چې د پګیدا په نوم د المان درسدن ښار په کال ۲۰۱۴ کې جوړ شوې وو اروپا د اسلام په خلاف را پاڅوې، ارتل د دې غورځنګ اول خبریال وو او بیا یی مشر شو.

دا غورځنګ په اول کښې ځان ته ډېر خلک جذب کړل او د المان په ښاریزو او د اروپا په ځنې ښارونو کښې خپور شو خو ولې وخت سره د هغې په منونکو او استازو کښې کمی راغللو او په اخیرنی مظاهرو کښې خو د منونکو نه یی د مخالفانو شمېر ډېر زیات وو.

3246155

captcha