قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې ، د آیسسکو اطلاع رسوونکې بنسټ نه په نقل، د آیسسکو اسلامی سازمان په دغه بیانیه کښې چې د دې سازمان د جوړېدو ۳۳ کلیزې په مناسبت سره خپره شوی، چې په کې د مسلمانانو ترمنځه ډله ډلبندۍ او اختلاف ته هوا نه ورکولو او امنیت باندې تاکید شوی.
په دې بیانیه کې راغلې: د ډله ډلبندۍ اختلاف، یوه مهلک او وژونی بیماری ده چې په سبب یی حالات لا خرابه شی او په نتیجه کښې یی د اسلامی نړۍ د پرمختګ لارې مخنیوې کېږی.
د آیسسکو سازمان د دې بیانیه په ادامه کښې د اسلامی نړۍ د ګټې او حمایت پر ضرورت او اهمیت باندې تاکید کړی.
په دې بیانیه کښې همدارنګه د دې سازمان استازی هیوادونو نه غوښتنه شوی چې د اسلامی همکاری سازمان منشور چې په یووالی او وحدت او نړیواله سره ګډې ګټو ساتنه او په دوستانې او سولې تاکید کوې، ټینګ ولاړ اوسی.
همدارنګه آیسسکو د خپلې تګلارې نظر عملی کولو باندې چې د اسلامی همکاری سازمان استازو هیوادونو بهرنې وزیرانو شورا په بیا بیا شوې غونډه کښې تصویب ته رسېدلی وو تاکید کړی.
د دې بیانیه په اخیره کښې آیسسکو سازمان هم مختلفو دینونو او کلتورونو ترمنځه د خبرو لپاره، خپل پروګرامونه پیل کولو باندې او هدف تر سره کولو لپاره د یو نړیواله نوې پرمختګ سیستم باندې تاکید وکړو.
http://iqna.ir/fa/News/3252716