IQNA

د لندن اسلامی پوهنځې کې د شیعه مطالعاتو او د شیعه څېړنه

14:31 - May 08, 2015
د خبر لمبر: 3273276
نړیواله ډله: د « شیعی مطالعات: له تېره تر اوسه» کانفرانس د لندن اسلامی پوهنځې کښې د دې میاشته ۱۹ باندې پیل کېږی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «islamic-college» خبرونو بنسټ نه په نقل، دا یوه ورځې کانفرانس د لندن اسلامی پوهنځې له اړخه د شیعه اسلامی مطالعاتو مجلې همکاری سره پیل کېږی.

شیعه او د نوې عصر پوهنې، د شمالی امریکه پوهنتون کښې د تشیع اسلام مطالعات، د تشیع په اړه د غربی علمی محفلونو طریقه، سنتی مطالعات او تشیع، د یوې سکې دوه مخونه تشیع او فلسفه او انسان پوهنه او تشیع او همدارنګه نور موضوعاتو باندې به په دې کانفرانس کښې بحث کېږی.

متن، تفسیرونه او د امام حسین علیه السلام لمانځل، تشیع په اقلیت کې، اهل بیت علیهم السلام سره عشق له شیعه او سنی ډله ډلبندی نه اوچت او شیعه نه ویره د دې کانفرانس د تقریرونو موضوعات دې.

د مختلفو هیوادونو پوهنتون استادان لکه د انګلیس، کاناډا، امریکه، ډنمارک، قطر او ترکی نه راغلې استادان به تقریرونه کوی.

د لندن اسلامی پوهنځې مشر او د انګلیس د اسلامی مرکز مشر ډاکټر محمد علی شمالی به د دې کانفرانس اخیرنی تقریر کوونکې وې.

http://iqna.ir/fa/News/3260619

captcha