IQNA

5:01 - May 27, 2015
د خبر لمبر: 3308187
خارجی څانګه: مولانا صادق، د هند شیعه روحانی له حکومت نه غوښتنه کړې چې د داعش خپرېدو مخ نیوی وکړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، بمبئی کښې ایرانی کلتوری سازمان نه په نقل، مولانا صادق د یو وتلې شیعه روحانی په توګه د لکهنو په پوهنتون غونډې کانفرانس کښې له حکومت نه غوښتنه وکړه چې د داعش مخ نیوې وکړی.

هغه په دغه غونډه کښې چې راجنات سینګ د هند ولس مشر هم شتون لرلو زیاته کړه: داعش د ټولې نړۍ مسلمانان دعوت کړی چې له هغې سره شی او دا د هند او مسلمانانو لپاره یو خطر دی.

مولانا صادق چې د آل اندیا مسلم پرسنل لا بورډ مرستیال په توګه یی مسؤولیت په غاړه اخیستلی څرګنده کړه: زما کار دا وو چې د یو روحانی په توګه په ما فرض دې چې دې ترهګری ډلې سره مقابله وکړم او ځواک د دې په خلاف چمتو کړم.

http://iqna.ir/fa/inter/News/3307133

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: