IQNA

د پاکستان قاری:

د ایران لارښود سره لید او د هغوی هوښیاری خبرې نه هیریدونکې دی

2:14 - June 01, 2015
د خبر لمبر: 3309822
بهرنې څانګه: تهران کښې د قرآن کریم نړیواله مقابلو کښې درېم راغلی محمد ابراهیم له انقلاب لارښود سره کتنه او د هغوی د مسلمانانو وحدت په اړه هوښیاری خبرې نه هیریدونکې یادونه دې.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی کلتور او اړیکو سازمان خبرونو بنسټ نه په نقل، تهران کښې د قرآن کریم نړیواله مقابلو کښې درېم راغلی محمد ابراهیم پاکستان ته را تللو نه پس، له انقلاب لارښود سره کتنه او د هغوی د مسلمانانو وحدت په اړه هوښیاری خبرې نه هیریدونکې یادونه دې.

په اخیره کښې د تهران قرآن نړیواله مقابلو ۳۲ دوره چې د ۸۲ هیوادونو قاریانو او حافظانو ګډون سره پیل شو، د ایران، مصر، پاکستان، اندونیزیا او عراق قاریانو په ترتیب سره اول نه تر پنځمه پورې رتبې ترلاسه کړی.

محمد ابراهیم د پاکستان قاری چې اسلام آباد کې د ایران کلتوری سازمان په مرسته دې مقابلو ته لېږلې شوی وو د قرآن مقابلو د قرائت په برخه کښې درېمه رتبه ترلاسه کړه.

دا نړیواله قاری پاکستان ته بېرته را تللو نه پس د اسلام آباد په هوایی اډې باندې یی پاکستان کښې د ایران کلتوری سازمان مرستیال قاسم مرادی او د هیواد یو شمېر قاریانو ترې استقبال وکړو،

هغه د مقام معظم لارښود سره لید او د هغوی د مسلمانانو ترمنځه د وحدت په اړه او د ډله ډلبندی اچولو نه پرهېز په اړه د هوښیاری خبرو باندې د خوشحالی اظهار وکړو.

ادامه کښې شهاب الدین دارائی، محمد ابراهیم ته د ایران قرآنی نړیواله مقابلو کښې په ګټه باندې مبارکې ورکولو سره هیله څرګنده کړه چې قرآن کریم سره اړیکې او د دې آسمانی کتابونو ښوونو نه پیروی کولو سره د ایران او پاکستان ولس او نور اسلامی ملت زیات نه زیات کامیابه او عزتمنده شی.

http://iqna.ir/fa/inter/News/3308242

captcha