قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د کاظمین سپېځلې استانې خبرونو بنسټ نه په نقل، دا مقابلې به د عراق پای تخت بغداد کښې د کاظمین سپېځلی استانې کلتوری او فکری چارو څانګې سره تړلې دارالقرآن کریم په مرسته پیل کېږی.
د قرآن تلاوت ړومبۍ دوره امامین جوادین د شعبان اخترونو په مناسبت سره د خرداد میاشتې په ۱۶ تاریخ شروع کېږی او تر دوه ورځو به ادامه لری.
په دې قرآنی مقابلو کښې ګټونکی کسانو ته جایزې ورکړی شی، غوښتونکې کولی شی چې د کاظمین سپېځلی استانې دارالقرآن سره د دې قرآنی مقابلو کښې ګډون لپاره نوم ولیکې.
له بله اړخه، د قرآنی مقابلو پنځه دوره امامین جوادین علیهم السلام د مدارس محصلانو لپاره د دارالقرآن کریم په مرسته د کاظمین سپېځلې استانې کلتوری او فکری چارو څانګې له اړخه پیل کېږی.
دا قرآنی دوره چې د نجلکۍ او هلکانو محصلانو لپاره ده د ووړنی تعطیلاتو کښې پیل کېږی او د خرداد میاشتې ۱۱ نه به شروع کېږی چې تر ۸ شهریور پوری به ادامه لری.
http://www.iqna.ir/fa/News/3309041