IQNA

د مهدویت ډاکټرتیا کانفرانس مشر وویل:

د مهدویت ډاکټرتیا کانفرانس کښې د ۴۵ هیوادونو نه د ۸۸ مېلمنو ګډون/ پوهنتون او حوزه کښې د مهدویت تدریس

5:44 - June 05, 2015
د خبر لمبر: 3310934
فکری ډله: د مهدویت د ډاکټرتیا ۱۱ کانفرانس مشر د دې کانفرانس پرانیستا مراسمو کښې د ۴۵ هیوادنو نه د ۸۸مېلمنو ګډون کولو خبر ورکولو سره وویل: زمونږ سیاسی نظام د مهدویت فکر سره د هیواد د بېخ ایستنې سونامیانو چپو مقابله کوو.


قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د مهدویت ډاکټرتیا کانفرانس مشر حجت الاسلام و المسلمین سید مسعود پور سید آقایی وویل: اسلامی او دینی ښوونو کښې د توحید او نبوت ښوونو نه پس، د مهدویت غوندې غوره بله ښودنه نه لرو، د ایران اسلامی انقلاب د امام زمانه(عج) د ظهور لاره هواروونکې دی، او نړۍ کښې کوم کوم ځی کې چې شیعیان دی موظف دی چې د امام زمانه د ظهور لپاره لار هواره کړی.

پور سید آقایی وویل: زمونږ سیاسی نظام د مهدویت فکر سره محکم او د مهدوی تفکر په اساس ولاړ دی دارنګه چې د هیواد د بېخ ایستنې سونامیانو چپو سره مقابله کوو او دغه چپې بېرته د امنیت او آرامښت ساحل ته ستنېږی.

پور سید آقایی په اخیره کښې وویل: د مهدویت ډاکټرتیا نړیواله ۱۱ کانفرانس کښې ۸۸ مېلمانه د ۵۴ هیوادونو نه ګډون کوې چې د هغوی تقریرونو نه به په مختلف موضوعاتو باندې په دې دوه ورځو کښې استفاده کوو. ۱۰۰ مقالې سکتریت ترلاسه کړی چې په کې ۳۴ مقالې د امتیازاتو اخیستلو توان لری او په دې دوه ورځو کانفرانس کښې به وړاندې کېږی.

د غونډې مرستیال رئیس ابوترابی فرد وویل: د ایرانی ملت او د اسلامی ولس د اسلام هویت لپاره د اسلامی جغرافیه ته ګرځېدنه لوی قدم دی چې هغه یواځې مهدوی حکومت کښې ترلاسه کېدلې شی. نن که دینی او اسلامی کلتور خپل ځې ترلاسه کول غواړی نو د هغې د ګټې ژبه د امام زمانه په لاسه شوی ده.

هغه په اخیره کښې وویل: که غواړو چې حقیقت کښې د انتظار معنا وڅېړو نو یواځې د لقاالله انتظار نه بل څه په لاس نه راځی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3309537

captcha