قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اینا اسلامی نړیواله خبرونو نه په نقل، شعیب فدائی او روح الامین شعیب د مسلم فیس ټولنیزې وېبځای جوړوونکو د دې اقدام هدف د مسلمانانو لپاره انټرنیټ کښې یو مناسب ټولنیز ځای او له مسلمانانو کارنو لپاره د هر قسمه مفاهمو او ارزښت لرونکې اسلامی موضوعاتو سره آشنا کېدل وټاکل.
اسلامی اصولو او ارزښتونو ته احترام او د مسلمانانو ټولنیزه اړیکو کښې اړتیاوې لرې کول یو بل د دې ټولنیزه وېبځای هدف وټاکلو.
د مسلم فیس ټولنیز وېبځای جوړول له دې کالو نه شروع شوی او دا ټولنیز وېبځای څو میاشتې مخکښې یی۱۰۰۰ کارنو سره د آزمایښت کار شروع کړی وو چې اوس به په رسمی توګه شروع کړی.
دا ټولنیز ویبځای په انګلیسې، عربی، فارسی، اردو، بهاسا(ګویشی له مالایو)، ترکی او اندونیزیا ژبو کښې شتون لرې او نورې ژبې به په کښې زیاتېږی.
دا بې ساری ټولنیزه وېبځای د « مسلمانانو به توسط، له مسلمانانو نه ټولې نړۍ ته» شعار سره او د مسلمانان یو ځې کولو لپاره جوړ شوی، همدارنګه دا مسلمانانو ته د یو مذهبی ټولنیزه وېبځای نه استفاده کولو امکان ورکوی.
ویلې شوی چې دا ټولنیزه ویبځاې مسلم فیس د انګلیسې شرکت په نوم « مسلم فیس لمیټیډ» په نوم ثبت شوی او دا نظر لری چې د نړۍ په مختلفو سیمو کښې خپل دفترونه خلاصه وی.
http://www.iqna.ir/fa/News/3314462