سیاسی ډله: د کویت امام صادق علیه السلام جومات باندې د ترهګرو ډلې حمله محکوم کولو په حقله ډاکټر روحانی د کویت امیر ته خپل پیغام وړاندې کړو چې په کې څرګنده کړه: د تکفیرې ډلو د اسلام خلاف هدف د رمضان میاشته او د الله د امن کور کښې چاودنه د اسلام بدنامول، مسلمانانو کښې ډله ډلبندی او مسلمانان ورور وژنې ته تحریک کول دی.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله تولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ولسمشر د خبرونو ویب پاڼې نه په نقل، حجت الاسلام و المسلمین حسن روحانی د کویت امیر«صباح الاحمد الجبار الصباح» ته په یو پیغام کښې په دغه هیواد کښې امام صادق علیه السلام جومات باندې د ترهګرې برید محکوم کړو او وې ویل: چې د تکفیری ډلې ضد اسلامی او کرغېړن هدف لپاره د رمضان میاشته کې او د الله په کور حمله کول اسلام بدنامولو لپاره او د مسلمانانو تر منځه ډله ډلبندی اچولو او ورور وژنه ته تحریک کول دی.
ولسمشر په دې پیغام کښې د کویت امیر، حکومت او ولس ته خواخوږی او هیله څرګنده کړی چې سره یو ځې او د یو بل همکاری سره به مونږ په دې سیمه کښې د اسلام رحمانی علمونو په رڼا کښې د سولې او امنیت او د نړۍ نه د ترهګری له بېخه ویستل سره ووینو.
http://iqna.ir/fa/News/3320278