IQNA

د پاکستان عالمانو له اړخه

میانمار کښې د مسلمانانو وژنې باندې د اسلامی حکومتونو چپتیا محکومیت

12:14 - July 07, 2015
د خبر لمبر: 3325506
خارجی څانګه: د پاکستان سند ایالت کښې د جمعیت علمای اسلام د سر منشی دفتر کښې د پاکستانی عالمانو غونډې میانمار کښې د مسلمانانو وژنې باندې د اسلامی حکومتونو چپتیا محکوم کړه.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، کراچۍ کښې د ایران خانه فرهنګ نه په نقل، د پاکستان عالمانو په دې غونډه کښې د اسلامی همکاری سازمان او د اسلامی حکومتونو مشرانو په میانمار کښې د ویجاړتیا او د مسلمانانو وژنې باندې چپتیا محکوم کړه او د ملګرو ملتونو سازمان نه یی غوښتنه وکړه چې ډېر زر د دغه ترهګرو په خلاف اقدام وکړی.

هغوی تاکید وکړو: د اسلامی همکاری سازمان سر منشی که د مسلمانانو حفاظت نشی کولې نو استعفا دې ورکړی.

په دې غونډه کښې، د کراچۍ جمعیت علمای اسلام کراچۍ څانګې مشر پیر لیاقت علی شاه، مفتی حماد الله مدنی، مولوی مشتاق عباسی، مولوی خواجه احمد یار خان، مولوی غلام مصطفی فاروقی، مولوی احمد علی مدنی، مولوی اقبال الله، مولوی حضرت ولی هزاروی، قاری عبدالحی او شاهد علی خان ګډون وکړو.

http://iqna.ir/fa/inter/News/3322821

captcha