قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «النشره» خبرونو بنسټ نه په نقل، سید حسن نصر الله د شب قدر شپې روڼولو مراسم کښې وویل: دا کالونه چې په کښې ژوند کوو ترټولو بد کالونه دی چې عربی او اسلامی ولس یی تېره وی.
هغه زیاته کړه: مونږ د عربی ولس موجوده حالت نه نجات دعا، سیاسی اراده، میدان کښې جنګ، همکاری، پیوستون، ثبات او صبر ته اړتیاوې لرو.
نصر الله کال ۲۰۰۶ کښې د ۳۳ورځو جنګ ته اشارې سره وویل: د ۳۳ورځو جنګ کښې بې شکه دعا زمونږ په ګټه کښې لوی تأثیر لرلو. هغه ګټه چې الله د لبنان لپاره خوښه کړی وه.
د لبنان حزب الله مشر د اسلام ولس مصیبت د «مستکبرانو» او «اسرائیل» چې همېشه د اسلامی او مسیحیانو مقدسو ځینو باندې تجاوز کوې او همدارنګه د هغوی له اړخه د تکفیری فتنه ته اشارې سره وویل: مونږ قدرت او دعا ته اړتیاوې لرو، زمونږ ځپلې ولس دعا ته اړتیاوې لری.
http://www.iqna.ir/fa/News/3326132