IQNA

د ایران شتون سره؛

دبی کښې نن د قرآن ښکلې لیکوالو نړیواله اوومه غونډه شروع شوه

22:56 - July 12, 2015
د خبر لمبر: 3327265
نړیواله ډله: د قرآن ښکلې لیکوالو نړیواله اوومه غونډه د ټول قرآن پوره نسخې لیکلو موخه سره نن مازدیګر د ایران د استازی شتون سره په دبی کښې شروع شو چې تر درې ورځو به ادامه لری.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «البیان» اماراتی ورځپاڼې نه په نقل، قرآنی ښکلې لیکوالو نړیواله اوومه غونډه نن مازدیګر د شیخ نهیان بن مبارک ال نهیان، کلتوری وزیر ، ځوانانو او د امارات ټولنې پرمختیا شتون سره دبی ښار کښې شروع کېږی.

د دې غونډې پرانیستا مراسمو کښې یو شمېر د امارات مسؤولانو او کلتوری فعالانو ګډون وکړو.

دا غونډه د امارات کلتوری وزارت له اړخه د عرب ژبی او ادبیات او هنر ته تمرکز سره د عربی خط ښکلا پیژندنه او اسلامی ښکلا چې د تاریخ په اوږدو کښې د اسلام او عربی کلتور مهمې نښې دی پیل کېږی.

په دې غونډه کښې د نړۍ نه د قرآن ۳۰ ښکلې لیکوال له ۱۱ هیوادونو عربستان، ایران، عراق، مصر، اردن، ترکی، الجزایر، یمن، ډنمارک، شام او امارات نه شتون لری او د قرآن کریم د کامل لیک نسخې به وړاندې کوی چې هر یو به د قرآن یوه پاره په ښکلې لیک سره لیکې.

د دې دورې له نورې پیل شوی دورو نه امتیاز دا دې چې په دې دوره کښې قرآن لیکلو کښې به د خط نسخ، خط محقق او ثلث نه هم استفاده کېږی.

دا قران چې هر پاره به یی یو خوشخط لیکې په ۲۷ رمضان به وړاندې کېږی.

د ترکی محمد اوزجای، د عراق نه عبدالرضا بهیه داوود الفرجاوی، د شام عبیده محمد صالح البنکی د دې دورې د درېیمګی په  توګه چې له ټولو نه ښکلې لیک انتخاب کړی شرکت کوی.

همدارنګه د امارات کلتوری وزارت دې غونډه سره سره یو هنری نندارتون هم پیل کوی چې په کې به د اسلامی ښکلا او ښکلې لیک نادر بورډونه چې پرې د نړۍ د هنرمندو عربی ښکلې لیک او  ښکلې آثار جوړ شوی چې عمومی خلکو نندارې لپاره به یی وړاندې کوی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3326479

captcha