IQNA

د اردن قرآن نړیواله مقابلو ګټونکی معرفی شو

0:14 - July 15, 2015
د خبر لمبر: 3328211
نړیواله ډله: د اردن «الهاشمی» قرآن تفسیر، تلاوت او حفظ نړیواله مقابلو ۲۳ دورې ګټونکو لمانځلو مراسم پرون مازدیګر ۲۲ تیر باندې د دغه هیواد پایتخت «امان» ښار کښې پیل شو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «yemeneconomist.com» ویب پاڼې نه په نقل، دا مراسم د اردن پایتخت «امان» ښار «ملک حسین بن طلال» جومات کښې د اردن پادشاه «امیر عاصم بن نایف» ګډون سره پیل شو. په دې کښې د مختلفو مقابلو ګټونکی ولمانځلې شو.

د اردن «الهاشمی» قرآن کریم تفسیر، تلاوت او حفظ نړیواله مقابلې ۲۳ دوره په چهارشنبه ۱۷ تیر(۲۱ رمضان) د دغه هیواد مقدسات او اسلامی چازو او اوقاف وزارت په مرسته شروع شوی وو او دې مقابله کښې ۲۷ هیوادونو استازو په کښې ګډون وکړو او مقابله کوونکو د امان ښار «ملک عبدالله بن الحسین» جومات سالون کښې مقابلې وکړی.

د اردن اوقاف وزیر «هایل عبدالحفیظ داود» د دې مقابلې پایی ته رسېدلو مراسمو کښې خپل تقریر کښې چې د عالمانو، مبلغانو او د اردن کښې د اسلامی او عربی هیوادونو سفیرانو په شتون کښې وویل: قرآن کریم اسلامی ولس ته لارښوونکې او څرګندوی دی او د دې مقابلو پیل کولو هدف د نوې نسل قرآن حافظان روزنه ده چې د قرآنی علمونو، معارفو او تفسیر اهتمام کوی.

په دې مراسمو، د اردن، اندونیزیا او الجزایر استازو د قرآن کریم د آیتونو تلاوت وړاندې کړو.

دا مقابلې چې د قرآن ۲۰، ۲۱ او ۲۰ سپارو تفسیر او د ټول قرآن حفظ ته شاملې وې. عمر عبدالکریم له اردن نه، د فلسطین نه ساهر اسمر، د الجزایر نه علی محمد صالح سعید، د کویت نه عبدالعزیز العلاطی او د مصر نه طعیمه ترتیب سره د اول نه تر پنځمه پوری رتبې ترلاسه کړی.

په دویمه برخه کښې چې د قرآن کریم ۲۰ سپارو حفظ او تلاوت کښې مقابله وه د اندونیزیا نه عبدالرحیم شمسوری یونو، د اردن نه ناصر زیب، د بنګلادېش نه محمد عبدالرزاق، د تونس نه احمد بن عباد او د برېتانیا نه جواد علیشاه د ړومبی نه تر پینځمه رتبې ترلاسه کړی.

د قرآن کریم ۱۰ سپارو حفظ سره د تلاوت د دې مقابلو درېمه برخه وه چې په کښې د امارات راشد انقبی، د مالیزیا محمد عبدالطیف، د اردن عمر ابوموسی، د قطر عبدالعزیز عبدالله او د روس تاغیر یوسوبوف د ړومبنۍ نه تر پنځمه رتبه ترلاسه کړه.

د ایران استازی محمد رضا احمدی چې د ټول قرآن حافظ وو د اردن قرآن نړیواله مقابلو ۲۳ دورې په ړومبنی برخه کښې ګډون کړی وو خو ولی د بد مرغه هیڅ رتبه یی ترلاسه نکړه.

http://iqna.ir/fa/News/3327839

captcha