قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «دیلی صباح» ورځپاڼې نه په نقل، د څېړنو دې مرکز کتابتون او د نړۍ معتبر موزه نه د قرآن کریم زړې نسخې راټولې کړې چې خپرولو لپاره به دا نسخې ډیجیټل کوی.
د تاریخ، هنر او اسلامی کلتور څېړونکې مرکز(ارسیکا) مشر هالیت ارن وویل: دې مرکز د قرآن کریم زړې نسخې راټولو او خپرولو کار د کال ۲۰۰۵ نه شروع کړی.
هغه وویل: د څېړنو نه تر خپرولو پورې څارونکې کمېټه په نظارت کښې په دې نسخو کار کېږی.
ارن زیاته کړه: د ړومبنی هجری موجود قرآن کریم له ۱۰ نسخو نه زیات نه دی، مونږ د دې نسخه بیا چاپ د نور نسخو چې مونږ ته نږدې دې شروع کړی او دا نسخې استامبول کښې د توپقایی موزه کښې ساتلې کېږی، دا نسخه د علمی څېړنې او د قرآن کریم نورو نسخو سره کتنې نه پس چاپ شوه.
هغه زیاته کړه: د دې نسخو را جمع کول د هغې لوی ارزښت له سببه اسان کار نه وو، چې له ټولو سخت لوی قرآن د حلب «مشهد الحسین» نه وو چې بیا د قاهره لاس لیک موزه ته منتقل شو او د مصر مسؤولانو سره خبرو نه پس دا نسخه مونږ ته راکړلې شوه.
د تاریخ، هنر او اسلامی کلتور څېړونکې مرکز(ارسیکا) مشر ادامه کښې وویل: بیا په دې نسخې باندې جامع څېړنې ترسره شوی، او بیا د یمن پایتخت صنعا نه د امام علی علیه السلام سره منسوب نسخه دلته راوړو کې کامیاب شو.
http://iqna.ir/fa/News/3327826