IQNA

د ترکی نندارتون کښې د میانمار د مسلمانانو د کړ او خوږ تصویرونه

16:56 - July 15, 2015
د خبر لمبر: 3328692
نړیواله ډله: ترکی «استامبول» ښار کښې امریکایی تصویر اخیستونکې ګرګ کنستانتین، یو نندارتون پیل کری چې په کې د روهینګیا مسلمانانو د کړ او خوږ چې د میانمار پوځی دیکتاتوری تبعیض لاندې ځپلې کېږی باندې تمرکز کړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آناتولی خبرونو نه په نقل، دا نندارتون چې« هیڅ ځای ته جلا وطنی: د میانمار روهینګیا» نوم لری، د تصویرونو یوه مجموعه ده چې په کښې د میانمار روهینګیا اقلیتی مسلمانانو باندې شوی ستم او ظلم تصویرونو کښې بند کړی.

د روهینګیا اقلیتی مسلمانان چې د میانمار غربی ایالت راخین اوسېدونکې دی، د میانمار د حکومت له اړخه د ښاریز حق نه محروم شوی او د کال ۱۹۸۲ نه دېخوا یو بې وطنه ټولنه حسابېږی.

د کلونو تبعیض او ځپلو نه پس د مسلمانانو خلاف ۲۰۱۲ کښې د هغې تاوتریخوالی کښې شدت پیدا شو چې په نتیجه کښې ډېر مسلمانان مړه او ژوبل شو او ډېر بهرنی هیوادنو ته وشړل شو او د زدکړې، کار او سلامتې نه محروم شو او ډېر د انسانو قاچاقبرو په لاس واوښتل.

ګرګ کنستانتین، د امریکایی تصویر اخیستونکې چې د آسیا شرقی جنوب کښې ژوند کوی، د محرومې ټولنې تصویرونو مجموعه جوړه کړې چې په کښې د روهینګیا اقلیتی مسلمانانو تصویرونه یی هم شامل کړی.

د« هیڅ ځای ته جلا وطنی: د میانمار روهینګیا» نومی نندارتون چې د مرداد میاشتې ۹ تاریخ باندې استامبول کښې پیل شوی له دې نه مخکې په لندن، کانبرا، واشنګټن، بروکسل، جاکارتا، بېنکوک، ټپوکیو، ژنو، کوالالمپور او نیویارک کښې هم پیل شوی دې.

کنستانتین تاکید وکړو: دا تصویرونه اخیستلو نه زما هدف پیسې او تقدیر نه وو، بلکې زما هدف له دې تصویرونو نه د روهینګیا مسلمانانو په هکله د خلکو خبرتیا وه.

http://iqna.ir/fa/News/3327930

captcha