قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آسیا غربی څانګه، د بلوچستان ایالت شورا استازی او د مجلس وحدت مسلمین پاکستان غړی آغا سید محمد رضا سره د پلاوی د «طالب حسین» شهید کورنۍ ته د فاتحه لپاره د دغه ایالت جامع جومات «المصطفی(صلی الله علیه و آله)» ته تللې وو.
هغه د شهید طالب حسین چې یو د ځان وژونکې مخ نیوې کې ځان قربان کړی وو، بهادرې او ځان قربانول یی ولمانځل او وې ویل: طالب حسین د یو سنی په عنوان سره د «بروری» سیمې په سلګونو شیعیانو ژوندون بچ کولو سره ثابته کړه چې شیعه او سنی سره برابر د ترهګرو مقابلې لپاره متحد دی او د پاکستان هیواد به له تکفیریانو نه پاکه وی.
په دې مراسم کښې د پوځ مشر، مشر وزیر(وزیر اعلی) او د پاکستان مختلفو مقاماتو ګډون وکړو او د شهید طالب حسین فداکارې یی ولمانځله.
یادښتونه: د اختر په شپه یو تکفیری چې د زنانه جامه یی اغوستلې وه ځانمرګې چاودنې لپاره د پاکستان بروری سیمې شیعه بازار ته راغلې وو چې د پاکستان امنیتی ځواک طالب حسین د هغه مخنیوې وکړو نو هغه ځانمرګی برید وکړو.
په دې چاودنه کښې د امنیتی ځواکونو دو کسان سره د طالب حسین شهید او څلور تنه ژوبل شو.
د امنیتی مشرانو د وینا په رڼا کښې که دا کس د بروری بازار دې رش کښې ځانمرګی برید کړی وې نو د سلګونو کسانو ژوند ته خطره وه.
د «جهنګوی» ترهګرې ډلې د دې برید مسؤولیت په غاړه اخیستلې.
http://iqna.ir/fa/inter/News/3331901