پوځ

IQNA

بچوې
رهبر ته د سپاه پاسدارانو لیک!
ایکنا – د اسلامي انقلاب  سپاه پاسدارانو  د جنګ  پای ته د رسېدو د تفاهم‌لیک او مذاکراتو د بهیر په اړه د اسلامي انقلاب د ستر لارښود  د پیغام په تعقیب سره وویل: د ایران ملت او د اسلام مبارزان  د خپل حکومت د چارواکو تر شا د غر په څېر کلک ولاړ دي.
د خبر لمبر: 3492931   خپرونې تاریخ : 2026/06/20

   د ایران د  اسلامی جمهوریت د وسلوالو ځواکونو ویندوي  ټينګار وکړ، د ایران په ضد د دریم تپلي جنګ کې  د امریکا د بې  شرمئ د جبرانولو لپاره  د هرډول حماقت تکرار به  د هغه هیواد لپاره  له لاسخت او کوټلو ګوزارونو پرته بله نتیجه ونه لري.
د خبر لمبر: 3492785   خپرونې تاریخ : 2026/05/17

ایکنا- د پاکستان یومنیتي چارواکي ویلي، ترهګرو لومړی له  چاودېدونکو توکو ډک ګاډی د پولیسو پوستې ته نږدې وچاودوه ،وروسته وسله‌وال د پوستې ساحې ته ننوتل او پر ځواکونو یې ډزې پیل کړې. ویل کېږي، د بنو ښار په څنډې کې په دغې پوستې کې اتلس پولیس  موجود وو، چې درې نور ئې هم ټپیان شوي دي.
د خبر لمبر: 3492751   خپرونې تاریخ : 2026/05/10

ایکنا-  د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ عمومی  قوماندان د سپاه پاسداران د تاسیس د کلیزې په مناسبت په خپل پیغام کې لیکلي چې د پوځ او سپاه یووالی د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او د ملي امنیت د ټینګښت لپاره سټراتیژیکه پانګه ده.
د خبر لمبر: 3492693   خپرونې تاریخ : 2026/04/22

ایکنا-  د خاتم الانبیا(ص) مرکزي قرارګاه یا غونډ قومندان امریکائي –صهیونیسټي دښمن ته خبرداری ورکړ: د ایران د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه به د هر  یوه لوظ ماتونې پریکنده او جوت ځواب ورکړي.
د خبر لمبر: 3492689   خپرونې تاریخ : 2026/04/21

د درستو قواؤ د ستر قوماندان پیغام!
ایکنا- د اسلامی انقلاب ستر لارښود وفرمائيل؛د ایران د اسلامی جمهوریت پوځي ځواکونه به  دښمنانو ته د نویو ناکامیو خوند وروڅکي
د خبر لمبر: 3492676   خپرونې تاریخ : 2026/04/18

ایکنا -  د پاکستان د پوځ  ستر قوماندان فیلډ مارشل عاصم منیر چې پرون  د ایران په سفر راغلی ، نن ئې  د ایران د اسلامی شورا له مشر محمد باقر قالیباف سره کتنه  وکړه او وې وئيل؛پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب مهم رول لوبوي.
د خبر لمبر: 3492674   خپرونې تاریخ : 2026/04/16

ایکنا – د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان  ددې خبرې په کولو سره چې  د جرالډ فورډ جنګي بیړئ په یوې جوړې کړئ شوي کیسې سره له سیمې دغه جنګي بیړئ وتښتیوله او  پلمه ئې جوړه کړه، ووئيل؛ د ټولو امریکائي ترهه ګرو عسکرو عاقبت له سیمې د دوي په تښتې کې دی.
د خبر لمبر: 3492635   خپرونې تاریخ : 2026/04/05

ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوي درستیز وویل: سیمه ایز جنګ به د سیمې پراختیا وځنډوي او پایلې ئې د امریکا په غاړه دي.
د خبر لمبر: 3492420   خپرونې تاریخ : 2026/02/08

   د پوځ  دعمومی  قومندان په امر!
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د  پوځي عمومی قوماندان  امیر سرلښکر حاتمي په امر، زر (۱۰۰۰) سـټراتیژیکې بې‌پیلوټه الوتکې د پوځ د څلورو ځواکونو جنګي تشکیلاتو ته ور اضافه شوې.
د خبر لمبر: 3492381   خپرونې تاریخ : 2026/01/29

ایکنا -  د ایران ډیپلماټیک او فوځي چارواکو د امریکا د ګواښونو په وړاندې د خبرداری په ورکولو سره، د مخنیوونکې تیارسئ او د دښمن د خوځښتونو د څار په ضرورت ټینګار کړي دي.
د خبر لمبر: 3492369   خپرونې تاریخ : 2026/01/27

ایکنا  – د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ د دښمن پر وړاندې د خلکو د یووالي، انسجام او هوښیارۍ د ساتلو پر اړتیا ټینګار  کړی  او وئيلي ئې دي ،  د ملي ګټو، د هېواد د سټراټیژیکو بیخ بینائي تاسیساتو  او عامه شتمنیو به په قدرت سره ساتنه کوي او له هر ډول دسیسې سره به په جديت سره مقابله وکړي.
د خبر لمبر: 3492294   خپرونې تاریخ : 2026/01/10

ایکنا- ملګرو ملتونو د کشمیر د مسلمانانو د حقونو د خلاف ورزئ په اړه هندوستان ته سخت خبرداری ورکړی دی. ایکنا نیوز د  «الامه» له قوله راپور راکړ، د ملګرو ملتو کارپوهانو په مقبوضه جمو و کشمیر کې د هندي چارواکو له خوا د بشري حقونو د جدي سرغړونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د خبر لمبر: 3492083   خپرونې تاریخ : 2025/11/29

ایکنا - د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز سردار سید عبدالرحیم موسوی وویل:د ایران سمندري ځواک چمتو دی چې په هر ډول احتمالي تیري او یرغلونو ته چورلټ او پښیمانه کوونکي ځواب ورکړي.
د خبر لمبر: 3492078   خپرونې تاریخ : 2025/11/28

ایکنا- د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو اداره (ISPR) وايي، د «فتنه الخوارج» په نوم د هند ملاتړ لرونکي ډلې ټي ټي پی وسله‌والو ترهه ګرو  پر  واڼه کیډېټ کالج   بريد  کړی   چې  په موقعې د ساتونکو مامورانو له  چټک غبرګون سره مخ شوي دي.
د خبر لمبر: 3491993   خپرونې تاریخ : 2025/11/11

ایکنا –د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوی ووئيل، د افغانستان مرکچي پلاوی په ترکیې کې د پاکستان له چارواکو سره د خبرواترو لپاره نن ترکیې ته لاړ.
د خبر لمبر: 3491970   خپرونې تاریخ : 2025/11/05

ایکنا_ د پاکستان د پوځ ویاند «لیفټینټ جنرال احمد شریف چوهدري» وویل غزې ته د عسکرو د استولو فیصله به پارلمان وکړي او مونږ په افغانستان کښې د خلکو د نماینده حکومت ملاتړي یوو.
د خبر لمبر: 3491965   خپرونې تاریخ : 2025/11/04

ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ  لوي درستیز وویل: مونږ  د اوربند په قوانینو ښه پوهیږو، خو مونږ د دښمن ټول حرکتونه څارو او د هرې غلطۍ ځواب به له پخوا څخه ډير توپیر ولري.
د خبر لمبر: 3491898   خپرونې تاریخ : 2025/10/21

ایکنا - د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي تاوتریخوالی په وروستیو ورځو کې د پراخو پوځي نښتو لامل شو، چې ریښه یې په تاریخي اختلافاتو، د ترهګرۍ په اړه تورونو او د حاکمیت په نقضولو کې ده.
د خبر لمبر: 3491860   خپرونې تاریخ : 2025/10/14

ایکنا – دتحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي تي پي وسله‌والو ترهه ګرو نن سهار وختي د افغانستان له پولې سره نزدې په مینځنئ کورمې  کې د پاکستان  پوځ او ایف سي پر یوه کاروان په برید کې د یوه ډګروال  او میجر پشمول ۱۲ عسکر وژلي دي.
د خبر لمبر: 3491833   خپرونې تاریخ : 2025/10/08