قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «ISESCO» خبرونو ویب پاڼې نه په نقل، دې سازمان خپلې بیانیه کښې له دینی تعصب نه لرې دا کار کرکجن، نامنلی او رد شوی کار وټاکلو.
دې سازمان د اندونیزیا له حکومت نه غوښتنه کړی چې ډېر زر په دې پښه کښې لاس لرونکې دې محاکمه کړی او د مسلمانانو نه د ملی قوانین په اساس حمایت وکړی.
د مسیحیانو یوه ډله د اختر په ورځ په یو جومات باندې حملې نه پس هغې ته اور ورکړو چې په کښې یو کس شهید او یو شمېر کسان ژوبل شو.
د راپور له مخې، د مسیحیانو دې ډلې هغه وخت چې مسلمانان د اختر په لمانځه ولاړ وو جومات ته اور ورکړو او په کاڼو یی حمله وکړه.
هغې همدارنګه د مسلمانانو ځنې جایدادونو ته هم اور ورکړو او مسلمانان یی د ښار نه ویستلو باندې مجبور کړل.
د پولیس غږن ویلې دی چې دا حمله د یو مسیحی لارښود د اختر لمونځ نه مخنیوی کولو لیک له کبله پېښه شوی.
د دې سیمې د مسیحیانو کلیسا دا رنګه لیک لیکلو نه انکار کړی.
اندونیزیا په نړۍ کښې ګڼل مسلمانان لرونکې هیواد دی او مسلمانان ۲۳۷میلیون کسان چې د دې هیواد ولس کې په سلو کښې هر ۸۵ کس مسلمان دی.
اندونیزیا کښې تقریباْ سلو کښې د دې هیواد هر ۱۲ کس مسیحی دی.
http://iqna.ir/fa/News/3332037