iqna

IQNA

بچوې
ایکنا - د هند پولیس و د راجستان  صوبې په مرکزي ښار جیپور کې د هغو مسلمانانو پر وړاندې چې د خپل جومات د بې حرمتۍ پر ضد ئې لاریون کاوه، د کوتکو  او لښتو په کارولو سره د هغوی د تیت و پرک کولو هڅه وکړه.
د خبر لمبر: 3491038    خپرونې تاریخ : 2025/04/30

 ایکنا – د پاکستان د کورمې پاراچنار  د برې کرمې  د خلکو لپاره د شیانو د رسولو د ګاډو په کاروان باندې برید شوی  چې له کبله یې تراوسه یوه ګاډي ته تاوان رسیدلی خو د مرګ ژوبلو په هکله څه نه دي ویل شوي دي.
د خبر لمبر: 3490479    خپرونې تاریخ : 2025/01/16

ایکنا -  د پاکستان په بلوچستان صوبې کې نن سهار د یوه ښونځي په شاخوا کې په بم چاودنې کې د څو زده کونکو پشمول اوه کسان وژل شوي او یو شمیر نور هم ټپيان شوي دي.
د خبر لمبر: 3490095    خپرونې تاریخ : 2024/11/02

ایکنا - د پاکستان د پنجاب صوبې د رحیم یار خان په کچه سیمې کې ډاکوانو د پولیس و پر یوه کاروان برید کړی چې له امله ئې یولس پولیس وژل شوي او اولس نور ټپیان شوي دي.
د خبر لمبر: 3489743    خپرونې تاریخ : 2024/08/23

ایکنا-(اسلاماباد) د پاکستان د حکومت د فیصلې په اساس په دغه هیواد کې غیر قانونی اوسیدونکو درستو پناه غواړو ته  د اکتوبر یودیرشمه نیټه وروستۍ نیټه ورکړل شوې ده چې  له هیواده ووځي کنی نو په زوره به وویستل شي.
د خبر لمبر: 3488110    خپرونې تاریخ : 2023/10/15

ایکنا-(اسلام اباد)   افغانستان ته ددغو غیر قانوني اوسیدونکوپناه غواړو بیرته ستنول به په درو پړاوونو کې ترسره شي او په لومړي پړاو کې به هغه افغانان چې له اسنادو پرته په پاکستان کې اوسېږي او هغه افغانان چې خپل اسناد او ویزې یې نه دي تمدید کړې وې ایستل شي.
د خبر لمبر: 3488022    خپرونې تاریخ : 2023/09/28

ایکنا-(سویډ) د سویډ پولیس   په دغه هیواد کې قصدا دیوه جومات د سوځیدا د اقدام په ارزونې بوخت دی او ډیره زر به ئې نتیجه اعلان کړي.
د خبر لمبر: 3488021    خپرونې تاریخ : 2023/09/28

ایکنا-(نوی ډیلی) دهندوستان په ټولنیزو چینلونو کې د یوشمیر ویډیوئي فیلمونو  خپریدا  د هندي پولیس و په لاس د هندي مسلمانو انجونو محصیلینو د ډيرو وهلو ټکولو  ښودنه کوي.
د خبر لمبر: 3487986    خپرونې تاریخ : 2023/09/21

ایکنا – (پاکستان) د شمالي وزیرستان په میرکوټ سیمه کې د بم چاودنې له امله چې د کارګرانو په ګاډي شوې ده، ۱۱ تنه مړه شوي دي.
د خبر لمبر: 3487812    خپرونې تاریخ : 2023/08/20

ایکنا-(تهران) د جرمني پولیس و اعلان وکړ،هغه کس ئې نیولی دی چې نیّت ئې درلود، یوه جومات  ته اور ورته کړي.
د خبر لمبر: 3487319    خپرونې تاریخ : 2023/05/11

ایکنا-(تهران) په ټولنیزو چینلونو کې  یو ویدیوئي کلیپ خپور شوی چې ښئ د جرمني پولیس یو ماشوم په تاؤتریخجن انداز سره  له خبلې مسلمانې کورنۍ جلا کوي. یوه داسې خواشینونکي شیبه چې ډیرز یات غبرګونونه ئې راپارولی دي او ډيری کسانو  په دې باب د څیړنې غوښته کړې ده.
د خبر لمبر: 3487261    خپرونې تاریخ : 2023/04/30

ایکنا-(تهران) د پاکستان پولیس و یو چینی  د اسلامی مقدساتو ته د سپکاوي اود پیغمبر اکرم(ص) د حرمت د نه ساتلو په تور ونیول شو.
د خبر لمبر: 3487222    خپرونې تاریخ : 2023/04/20

ایکنا-(تهران)د پاکستان پولیس و ویلي چې په کراچۍ ښار کښې د مرستو د ویش په دوران کښې د ګڼې ګوڼې جوړیدو له امله د څو ښځو او ماشومانو په شمول ۱۱ کسان مړه شوي دي
د خبر لمبر: 3487118    خپرونې تاریخ : 2023/04/01

ایکنا-(تهران) د هندوستانو افراطي حکومت د مسلمانانو په ضد دخپلو فعالیتونو په دوام کې  په جمو کشمیر کې د هندوانو وسلوالو ډلو مضبوطولو ته مخه کړې ده.
د خبر لمبر: 3487023    خپرونې تاریخ : 2023/03/12

ایکنا-(تهران) د پاکستان بلوچستان ایالات په بولان سیمه کې د پولیس و په موټر،موټر سایکل سپور ځانمرګي بریدګر برید کړی چې له امله یې ۹ پولیس وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
د خبر لمبر: 3486997    خپرونې تاریخ : 2023/03/06

ایکنا-(تهران)دهندوستان په هریانه صوبې کې د دوو مسلمانو ښاریزو د  مړو په پيدا کیدا سره په هندوستان کې د مسلمان لږکي په ضد په یرغلونو  د بې پروائۍ په دلیل پر هندي حکومت عمومی غوسه زیاته شوې ده .
د خبر لمبر: 3486918    خپرونې تاریخ : 2023/02/19

ایکنا-(تهران) د سویډ حکومتی مامورانوپرون چارشنبې مازدیګرددغه هیواد په پلازمینې سټاکهم کې د قرآن کریم په سپکاوي کې یوه بله دسیسه او مظاهره ناکمه کړه چې چې د قرآن کریم نسخې ته د اور اچول ئې په پروګرام کې وو.
د خبر لمبر: 3486876    خپرونې تاریخ : 2023/02/09

ایکنا-(تهران)د پاکستان خبرو سرچینو وئيلي دي،په پاکستان کې په تیره بیا په بلوچستان صوبې کې ترهه ګرو ،تکفیری  او بیلتون غواړو ډلو ټپلو د سیمې د اوسیدونکو ژوند تریخ کړی او داسې کومه ورځ نشته چې  دیوشمیر کسانو جنازې پورته نشي . دا هم وئيل شوي دی چې د پاکستان طالبانو تحریک یا ټي ټي پي هم  دوه ورځې مخکې دپاکستان له حکومت سره ترسره شوی اور بند هم لغوه کړی دی.
د خبر لمبر: 3486531    خپرونې تاریخ : 2022/11/30

ایکنا-(تهران)په پاکستان کې د افغان کډوالو  له نیول کیدا سره په یووخت ددغه هیواد دکورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ووئیل ، هغه بهرني ښاریز چې د وزیرو نیټه ئې ختم شوې ده،که دد سمبر تر وروستیو پورې له هیواده ونه وځي نو زندانی به شي.
د خبر لمبر: 3486468    خپرونې تاریخ : 2022/11/16

ایکنا-(تهران)د ایران ولس پرون  د جمعې لمانځه له اداکولو وروسته په خودجوشه توګه  دایران دملت د دښمنانو او غولیدلو بلواه ګرو په ضدپه میلیوني لاریونونو سره خپله کرکه او غوسه نندارې ته وړاندې کړه
د خبر لمبر: 3486263    خپرونې تاریخ : 2022/09/24