IQNA

مذهبی فتنه سره مقابلې باندې د عالمانو مقاومت اتحادیه د مشر تاکید

0:22 - July 28, 2015
د خبر لمبر: 3335986
نړیواله ډله: د عالمانو مقاومت اتحادیه مشر شیخ ماهر حمود اسلامی هیوادنو کښې د مذهبی فتنه او ډله ډلبندی سره مقابلې ضرورت باندې تاکید کړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «النشره» ویب پاڼې نه په نقل، شیخ ماهر حمود، خپلو خبرو کښې چې د لبنان رسمی تلویزون نه خپرېدې، اسلام کښې د مذهبی تعصبات مختلف شکلونه محکوم کړل او تاکید یی وکړو: مذهبی فتنه او ډله ډلبندی په اسلام کښې نه ځایږې.

د لبنان جنوب کښې «صیدا» ښار القدس جومات امام د سیمې هیوادونو کښې د تاوتریخجن افکار خپرېدو ته اشارې سره وویل: د سیمې هیوادنو کښې د ترهګرو سره مقابلې لپاره بله هیڅ لاره نشته، د داعش په سیمه کښې حمایت همدې لپاره به راروان وخت کښې د یو لوی خطر سبب شی.

هغه همدارنګه د فلسطین مظلوم خلکو سره د مرستې تاکید وکړو او وې ویل: د فلسطین د خلکو ګټه او ظالمانو د منګوله د هغې ځمکې ازادی زمونږ وظیفه ده.

د لبنان دې سنی عالم وویل: هر هدف ته د رسېدلو کوښښ بې د فلسطین موضوع نه چې د مسلمانانو ړومبۍ قبله ده نا ممکنه ده. هغه کنفرانسی چې د فلسطین په نوم باندې پیل کېږی په دې لار کښې زمونږ مرسته کوی.

شیخ ماهر حمود تاکید وکړو: د فلسطین ملاتړ خپل فکری مبانی او نظری وړاندیزو د منبر، جلسات، کانفرانس، نشریه، کتاب، چینل او ویب سایټ په طریقه خرپولی شی.

هغه څرګنده کړه: ټولنیزه او سیاسی بدلون او د تاریخ په اوږدو کې بار بار ماتی خوړل زما د فلسطین په اړه فکری بنسټ نه د شاته شوی نه یم.

http://iqna.ir/fa/News/3335237

captcha