IQNA

حجاب له کبله ننوتځی امتحان کښې د هند مسیحیانو او مسلمانانو محصلانو شرکت باندې بندیز

18:43 - July 28, 2015
د خبر لمبر: 3336414
نړیواله ډله: دوه مسلمان او مسیحی محصلان د خپل دینی حجاب نه امتناع کولو باندې د هند سراسر طب ننوتځی امتحان کښې شرکت نه منع کړل.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د  «Times of India» ورځپاڼې نه په نقل، د دې محصلانو د  ننوتځی امتحان نه مخنیوی په سبب د هند ډېر اقلیتونو اعتراض کړی.

ریحانا، د هند مسلمانه محصله وایئ: ماته دا غوره ده چې امتحان ور نکړم ځکه چې نه غواړم خپل دینی حساسیت خطر کښې واچوم.

د ریحانه نه علاوه یوې ۱۹ کلیزې راهبه هندی کاتولیک چې سبا نومې ده د حجاب نه امتناع په سبب پخپله هم دې امتحان کښې شرکت کولو نه انکار وکړو.

سبا وویل: فکر مې کولو له دې نه پس چې مانه پلټنې نه پس به ماته د امتحان اجازت راکړی.

هغې زیاته کړه: له دې نه پس چې مانه پلټنه وکړه یو کتار کې ودرولم تر دې چې د مدرسې مشر زما خواله راغللو او وې ویل: چې باید حجاب لرې کړم  نو بیا به امتحان ورکړې شم.

کادینال کلیمیس د کاتولیک کلیسا «ماکانکارا» هند د مذهبی نښو بندیز محکوم کړو او دا پېښه یی د اندیښمنه وټاکله.

هغه وویل: مونږ نښته نه غواړو، خو ولی یو راهبه د مذهبی حجاب له سببه امتحان کښې شرکت ته نه پرېښل هغه هم د تلاشی نه پس د لوی اندېښنې خبره ده.

څه موده مخکې د هند تعلیمی مرکز د طب ننوتځې امتحان لپاره نوې قانون وړاندې کړې وو چې د هغه قانون په اساس حجاب د نقل مخنیوی لپاره امتحان کښې منع شوی وو.

دا قانون د مسلمانانو محصلانو راروان وخت په خطر کښې اچولو له سببه اعتراض سره مخامخ شو.

تېره هفته د هند لوړې محکمه دا قانون د هند «کرالا» ایالت کښې لغو کړی وو چې د هغې نه پس ډېر هندی مسلمان محصلان امتحان ته بیا راغلل.

د هند مسلمانان د یوې مودې رسې د مختلفو تبعیض چې د هغوی خلاف کېږی شکایت کوی.

http://iqna.ir/fa/News/3335715

captcha