قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آناتولی خبرونو نه په نقل، د انګلیس «بیرمنگام» پوهنتون کښې اوس اوس یو زوړ قرآن کریم ترلاسه شوی چې لرغونوالی یی د پیغمبر صلی الله علیه و آله زمانی یا د هغې نه لږ ورستو ته رسی، نندارتون ته وړاندې کېږی.
دا قرآن چې د آکسفورد پوهنتون رادیو کربن آزمایښت کښې یی لرغونتوب تقریباْ ۱۳۷۰ دی، د لوی توجه مرکز جوړ شوی.
البته ځینې کسانو د پیدا شوی قرآنی پاڼو په لرغونتوب کښې شک کوی.
د بیرمنګام پوهنتون، په ۱۰ مهر باندې د قرآن دا پاڼې به د درې ورځو لپاره د دې پوهنتون «باربر» ستر هنرونو مؤسسه کښې نندارې لپاره وړاندې کوی.
دې پوهنتون اعلان کړی چې د قرآن دا نسخه به په دې پوهنتون کښې همېشه لپاره ساتلې کېږی، خو ولی ممکنه ده د څېړنې او نورو هیوادونو کښې نندارتون لپاره امانتی ورکړلی شی.
http://iqna.ir/fa/News/3335736