IQNA

غزه کښې د قرآن حفظ پخولو ښودو دوره پیل کېږی

1:21 - August 05, 2015
د خبر لمبر: 3339011
نړیواله ډله: د فلسطین دینی چارو او اوقاف وزارت سره تړلې د قرآن حفظ کولو ادارې غزه کښې د قرآنی حفظ پخولو یو قرآنی پروګرام شروع کړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «دینا الوطن» ورځپاڼې نه په نقل، دا قرآنی غونډه د ځنې حافظانو او د غزه «الوسطی» سیمې اسلامی تبلیغات پوهنځی کښې د فلسطین قرآنی پوهاندو په نظارت سره پیل کېږی چې تر لسو ورځو به ادامه لری.

غزه کښې د فلسطین دینی چارو او اوقاف وزارت حافظانو اداری مشر عادل الهور، دې قرآنی غونډه کې شرکت کوونکو شمېر ته اشارې سره وویل: د غزه له مختلفو سیمو ۷۰ کسان په دې قرآنی غونډه کښې شتون لری.

هغه زیاته کړه: دا کسان روزانه تقریباْ ۷ ګېنټې د قرآن حفظ پخولو ته ورکوی او د ښودنې او دینی نصیحتونو وخت له درې ګېنټې ورکړی شوی.

همدارنګه د فلسطین د دینی چارو او اوقاف مسئول عبدالهادی الاغا، وویل: که چې مو قرآن کریم سره واقعی سفر شروع کړو او د دې سپېځلې کتاب کلمو نه آیتونو ته انتقال پیدا کوو نو دا ورځې باید د الله تع‍الی بزرګې ورځې وټاکو او باید د الله تعالی علمونو کښې کوښښ وکړو او باید حافظ د آیاتو په مفهوم او مقصد فهم کښې له ټولو پوهاند وې.

http://www.iqna.ir/fa/News/3337767

captcha