IQNA

امریکایی کارپوهه:

د داعش د ترهګری ترټولو زیات قربانی مسلمانان دی.

1:26 - August 05, 2015
د خبر لمبر: 3339012
نړیواله ډله: د امریکا «آلایاما» ایالت برمنګهم اسلامی مرکز غړی او د تفسیر استاد حسن عبدالطیف ویلې دې چې د داعش ترهګر دعوا کوی چې د اسلام لپاره جنګ کوی خو ولی دې له ټولو نه زیات مسلمانان قربانی کړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «راشا تودی» ټی وی چینل ویبپاڼې نه په نقل، د داعش ترهګرو د ولسیز رسنۍ نه ځیرکې سره استفاده سبب شوی چې سره د وحشی جنایاتو دا ډله، امریکایی ځوانان د خپل نفوذ لاندې کړی او ځان سره یی ملګری کړی.

څېړنې روښانه کوی چې د مسلمانانو نه دفاع، سوریه سره مقابله او یو ښکلې مسلمانې سره واده، د خلکو دې ډلې سره تړون لپاره دا ترهګرو ډله استفاده کوی.

حسین عبدالطیف، د آلاباما کښې د برمنګهم اسلامی مرکز غړی او د تفسیر استاد وایئ: مسلمانان دې چې د داعش د حملو په نښه دی.

هغه زیاته کړه: د داعش د حملو زیات قربانی مسلمانان دی، هغې وایئ اسلام لپاره جنګېږی خو ولی د دې د بریدونو ټولو نه زیات قربان شوی مسلمانان دی.

دې ترهګری ډلې ډېر زیات خلک د بهر نه ځان ته جلب کړی، تراوسه تقریباْ ۲۰ زره بهرنې کسان یی له ځان سره کړی چې په کې تقریباْ ۲۰۰ کسان امریکایی دی.

یوه لار چې داعش ځان په انټرنیټ کې څرګنده وی د هک کولو طریقه سره کوی چې په یوه ورځ کې دې ترهګرې ډلې تقریباْ ۴ زره سایټونه هک کړی.

دې ډلې همدارنګه د ټولنیزې رسنۍ په طریقه ډېر کسان د خپل نفوذ لاندې راوستلې.

http://www.iqna.ir/fa/News/333789

captcha