IQNA

د هند عالمانو د قرآن ښودو ودې لپاره نوښت

23:45 - August 09, 2015
د خبر لمبر: 3340693
نړیواله ډله: د هند یو شمېر مسلمان عالمانو یو نوې پروګرام ( قرآن ټولو لپاره) کښې د قرآن کریم ډیجیټل نسخې په مختلفو ژبو کښې د خلکو ترمنځه وېشلی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د  «Greater Kashmir»خبرونو بنسټ نه په نقل، دې پروګرام کښې د یو سر پټی موټر نه هم شته چې په کې مسلمان عالمان شتون لری چې خلکو سره اړیکې کښې د قرآن په هکله د پوښتنو ځوابونه ورکوی.

همدارنګه د قرآن کریم ډیجیټل نسخې د خلکو ترمنځه بې د هغې دین ته کتنې نه وپشې.

هر څوک په هره وسیله لکه سی ډې، ډې وې ډې، فلش، موبایل، حافظه کارډ او هارډ ډرایو سره دې موټر ته مراجعه کولې شی او د قرآن کریم ډیجیټل نسخې مختلفو ژبو کښې ژباړه تر لاسه کولې شی.

د هند عالم سرتاج احمد وایئ: دا د هر مسلمان وظیفه ده چې د الله پیغام ټولو انسانانو ته ورسوی. ځګه چې قرآن یواځې مسلمانانو سره تړلې نه دی.

د دې موټر فعالیت د مولوی خالد صفی الله رحمانی، د هند پوهاند مولوی او د سراسر هند مسلمانانو ځانې حقوق انجمن مشر له اړخه پیل کېږی.

د هند مولوی سید بلال حسن ندوی، دې پروګرام ته په درناوی سره وویل: په دې پروګرام کښې عالمان د مختلفو دینونو خلکو سره اړیکې کې د هغې د پوښتنو ځوابونه ورکوی.

هغه وویل: دوې د سولې دین، اسلام په اړه غلط تصور ټیک کوی او د قرآن کریم ډیجیټل نسخې غوښتونکو کښې وېشې.

دا پروګرام د قرآن کریم سوله یز پیغام هدف سره پیل کېږی.

http://iqna.ir/fa/News/3339910

captcha