قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «تلګراف» ورځپاڼې نه په نقل، د جزیره اوسېدونکو د جمعه په ورځ دا قران پیدا کړی، او بیا یی راپور ورکړی.
دا قرآن له دې نه پس پیدا شوی چې د مالیزیا ړومبنۍ وزیر رسمی اعلان کړی وو چې د الوتکې د وزر یوه ټوټه تېره هفته د هند اوقیانوس غرب ساحلی جزیره ریونیون، د مدغاسکر سره نږدې پیدا شوی، چې د مالیزیا (MH 370) الوتکې ده.
د مالیزیا یوه ورځپاڼه وایئ: احتمال لرې دا قرآن د دې الوتکې یو مسلمان مسافر وې چې د مالیزیا، اندونیزیا، برونئی یا فلپاین میندانائوی جزیرې اوسېدونکې وو.
د (MH 370) مالیزیا الوتکه ۷۷۷ بوئینګ الوتکه وه چې د کال ۱۳۹۲ اسفند میاشته کښې د ۱۴ هیوادونو ۲۳۹ مسافر یی د کوالالمپور نه پکن ته رسول خو ولی خپل مقصد ته ور ؤ نه رسیدو او د یوې نه معلومې وجه په سبب یی رادار سره اړیکې غوڅه شوه.
د الوتکې لټون لپاره هند اوقیانوس نړیواله عملیاتو کې ۲۶ هیوادونو ګډون وکړو چې دا د نړۍ له ټولو لوی لټون وټاکلې شو.
د مختلفو هیوادونو ډلو په ۶۰هزار کیلو مېټر مربع سیمه کښې د استرالیا غربی ساحلونو کښې د الوتکې لټون وکړو چې تراوسه یی دې لټون هیڅ نتیجه نه ښودلی.
کارپوهه وایئ: دا الوتکه تقریباْ د ریونیون جزیره کې ۴۰۰۰ کیلو مېټره فاصلې باندې لویېدلی، چې د الوتکې ځینې پاتی شونې دا فاصله له ابو سره دا لاره وهلې او دې جزیرې ته را رسېدلی.
http://iqna.ir/fa/News/3339869