IQNA

د اندونیزیا د زړه روښانه جوړې بریل خط په د قرآن لیک

11:13 - August 10, 2015
د خبر لمبر: 3340871
نړیواله ډله: د اندونیزیا «جاوه شرقی» مرکزی ایالت «سورابایا» ښار کښې یوې زړه روښانه د قرآن کریم لیک په بریل خط کښې شروع کړو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «المصریون» ورځپاڼې نه په نقل، د اندونیزیا دې نه لیددونکې کورنۍ د نورو زړه روښانو د قرآن تلاوت کې مرسته او د روزانه معاش پایښت لپاره د قرآن کریم په بریل خط کښې لیکلو اقدام کړی.

«سوهارتو» او «انیک ادراواتی» یوه اندو نیزې زړه روښانه جوړه ده چې زېږېدلو سره ړانده وو خو ولی د قلم (برایل خط لیکلو ځانګړی اوزار) زدکړې نه پس چې د قرآن کریم تلاوت کې زړه روښانه کسانو مرسته کولو لپاره د الله د کلام لیکلو اقدام وکړو.

دې زړه روښانه جوړې دې ته اشارې سره چې د قرآن کریم د هر سپارې لیکلو بیه ۶ ډالر ده وویل: هر هفته مونږ د قرآن کریم د دوو سپارو لیک تر سره کوو.

« انیک ادواراتی» د قرآن کریم لیک زدکړې نه پس وویل: له دې نه پس چې د خاوند سره می قرآن لوست زدکړو نو په دې فکر شو چې د قرآن کریم قرائت کښې د زړه روښانه کسانو سره هم مرسته وکړو او همدارنګه د روزانه معاش جوړښت لپاره د قرآن کریم یو څو نسخې د بریل په خط لیک کړو.

دې زړه روښانه وویل: زه قلم (برایل خط لیکلو ځانګړی اوزار) سره د قرآن کریم د آیتونو لیک اقدام کوم او خاوند می د هغې بیا کتنه او سمون کوی خو ولی تر اوسه یی زما په لیک کې هیڅ خطا نه ده نیولې.

هغه دې تاکید سره چې د زړه روښانه کسانو لپاره د قرآن قرائت کول آسان او ساده کار نه دې زیاته کړه: دا کار ډېر زیات تمرکز ته اړتیا لری، خو ولی د انسان اراده او همت هر کار آسانه وی.

دې جوړې چې د قرآن کریم تلاوت یی د اندونیزیا « شرقی جاوه» مرکزی ایالت« سورابایا» ښار کې د اسلامی ښودنې انجمن په مرکز کښې زدکړې وایئ: له دې نه پس چې د زړه روښانه کسانو لپاره د قرآن کریم لیکلو اراده مې وکړه نو دغې مرکز یو قلم (برایل خط لیکلو ځانګړی اوزار) دوې ته هدیه کړو.

http://iqna.ir/fa/News/3339716

captcha