IQNA

د «محمد رسول الله صلی الله علیه و آله» فلم نه د مصر وتلې لیکوال دفاع

22:59 - September 01, 2015
د خبر لمبر: 3356098
نړیواله ډله: د مصر وتلې لیکوال ابراهیم عبدالمجید د مجید مجیدی فلم «محمد رسول الله صلی الله علیه و آله» نه دفاع وکړه او دا فلم یی غرب کې د اسلام ارزښتمنه تبلیغ دی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «اخبارک نت» اطلاع رسوونکې بنسټ نه په نقل، ابراهیم عبد المجید په دې اړه وویل: په دې فلم کښې چې کوم تصویر د حضرت محمد صلی الله علیه و آله ښودلې شوی، هغه د رسول الله صلی الله علیه و آله شخصیت توهین نه دی.

هغه زیاته کړه: د محمد رسول الله صلی الله علیه و آله فلم د مجید مجیدی له اړخه جوړ شوی دی، چې د اسلام لپاره ارزښتمنه او مثبت تبلیغ دې چې غرب خلک به د اسلام مبیین دین ته جذب کړی او د نبی اکرم صلی الله علیه و آله ارزښت په ګوته کوی.

ابراهیم عبدالمجید د مصر العاصمة پای تخت ټې وی چینل پروګرام «کلام جراید» کوربه مجدی طنطاوی سره په ټېلیفون مرکه کې تاکید وکړو: د پیغمبر صلی الله علیه و آله انځور نه جوړولو په هکله قرآن کریم کې څه نشته او زه دا باور لرم چې دا فلم به د رسول الله فضیلت او ارزښت به نور هم زیات کړی.

هغه زیاته کړه: دا عصر چې مونږ په کې ژوند کوو، د پیغمبر صلی الله علیه و آله، صحابه او تابعین عصر او زمانه نه بدل دې او د محمد رسول الله صلی الله علیه و آله فلم به د الازهر او عربی هیوادونو نیوکې نه پس هم نړیوالو ته وړاندې کېږی. البته د پیغمبر صلی الله علیه و آله د شخصیت تصویر سره د الازهر د مخالفت دلیل را ته معلوم نه دی.

ویلې شوی چې د مجید مجیدی سینما فلم« محمد رسول الله صلی الله علیه و آله» باندې ځنې عربی غونډو، د الازهر استادانو او د پیغمبر صلی الله علیه و آله معرفی نړیواله انجمن نیوکه کړی سره د دې چې مجید مجیدی څوځله په فلم کې د حضرت محمد صلی الله علیه و آله مخ مبارک نه ښکاره کولو باندې تاکید کړی خو ولی الازهر د دې فلم سره د مخالفت وجه د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله مخ مبارک ښکاره کول او د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله اواز مبارک خپرول ټاکلی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3353515

captcha