IQNA

دینی مدرسو کې افراط ګری موضوع باندې؛

د پاکستان مقاماتو له شیعه او سنی عالمانو سره غونډه پیل کړه

22:50 - September 09, 2015
د خبر لمبر: 3361026
خارجی څانګه: د پاکستان حکومتی مقاماتو د شیعه او سنی عالمانو سره دینی مدرسو کې افراط ګری موضوع باندې یوه غونډه پرون پیل کړه.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آسیا غربی څانګه، د پاکستان اطلاعاتو وزارت راپور له مخې، د ځنې دینی مدرسو په ترهګری کې لاس لرلو او افراطی، تاوتریخوالی، تکفیر او د ډله ډلبندی باندې درسونه ورکولو د دې هیواد حکومت اراده کړی چې دینی مدرسو ته نوښت ورکړی.

هم په دې اړه پرون ۱۶ شهریور باندې د ړومبنی وزیر نواز شریف، د ځواک ستر مشر راحیل شریف، د پاکستان داخلی چارو وزیر چودهری نثار علی خان، شیعه او سنی عالمان او د مدرسو مشرانو د دینی مدرسو کې نوم ثبت کولو، ګټو اصلاح، د دینی مدرسو درسی کتابونو او دې مدرسو ته خارجی مرستو ته کتنې په هدف یوه غونډه پیل شوه.

په دې غونډه کې د افراط ګری، تاوتریخوالی او ترهګری په خلاف عملیات کولو باندې خبری اترې شوی.

غونډه کې شتون لرونکو عالمانو په مدرسو کې د نوم ثبت کولو او د اسلامی فرقو ترمنځه د وحدت پیدا کولو په اړه د همکاری او د مرستې اعلان وکړو او تجویز یی ورکړو چې د مدرسو نظام کې د اصلاح په ځای د درسی موضوعات کې بدلون په کار دی.

همدارنګه عالمانو څرګنده کړه چې د پاکستان ځنې مدرسې د بهرنې هیوادونو نه مالی مرستې ترلاسه کوی، عالمانو غوښتنه وکړه چې حکومت دې د دې مرستو مخنیوی وکړی او یا دې د دې مرستو په مدرسو کې استفاده کولو په هکله اقدام وکړی.

د پاکستان ړومبنی وزیر وویل: په دې غونډه کې تاکید اوشو چې مدرسې به راروان درې میاشتو کې د نوم ثبت کول شروع کوی او هغه کسانو سره چې د تکفیر فتوی ورکوی او مسلمانان واجب القتل بولی سره جدی توګه مقابله وکړی او د افراط ګری به هیڅ یوې ډلې ته اجازت نه وی.

http://www.iqna.ir/fa/inter/News/3360242

captcha