IQNA

۲۴شهریور؛ قرآن تلاوت انټرنیټی نړیواله مقابلو دویمه دوره شروع کېږی

14:57 - September 14, 2015
د خبر لمبر: 3362486
نړیواله ډله: قرآن تلاوت انټرنیټی نړیواله مقابلو دویمه دوره، د ګل په ورځ، ۲۴ شهریور باندې شروع کېږی او ګټونکی به «نړیواله قاری» په توګه انتخاب او معرفی کېږی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د بحرین رسمی خبرونو نه په نقل، دا مقابله د بحرین اوقاف او اسلامی چارو او محاکمو وزارت قرآنی چارو ادارې په مرسته پیل کېږی.

د بحرین اوقاف اسلامی چارو وزارت مرستیال په دې اړه وویل: دا مقاله د هر کال پیل کېږی، او دې کې ګډون کوونکې د نړۍ هر ګوټ نه چې انټرنیټ  ته رسی لری ګډون کولې شی.

هغه زیاته کړه: دا رنګه مقابلو کې ګډون کول ځانګړی اطلاعات ورکولو سره شروع کېږی، دا رنګه چې ګډون کوونکې به د مقابلې ویبپاڼې ته وارد کېږی، او د نوم ثبت کولو نه پس، د خپل تلاوت غږیز او یا ویډیو دوتنې را ولېږی. 

المفتاح څرګنده کړه: د دې نه ورسته، د درېیم ګړو ټولنه استازی چې بحرین کې او بهر نه دی،  پنځه مرحلو کې به د مقابله کوونکو امتحان کېږی او په اخیره کې به پنځه کسان د اخیرنۍ مرحلې لپاره انتخاب کېږی چې بحرین کې شتون سره مقابله کوی او ړومبنی کس به «نړیواله قاری» په عنوان انتخاب کېږی.

هغه زیاته کړه: هغه څه چې د قرآن تلاوت انټرنیټی مقابله ته له نورو ځنې عربی او سلامی هیوادونو چې قرآنی مقابلې پیل کېږی ځانګړتیاوې ورکوی دا دې چې عادی مقابلو کې کوربه هیواد نورو هیوادنو ته ګډون لپاره دعوت نامه لېږی او د هغې نه غوښتنه کوی چې مقابلو کې ګډون وکړی، او د شرکت کوونکو هیوادونو او قاریانو شمېر محدود وی نو د قرآنی مقابلو هر برخه کې مقابلې لپاره محدود کسان ګډون کوی.

د بحرین اوقاف او اسلامی چارو وزارت مرستیال وایئ: په دې مقابلو کې هر کس، هر ملیت، د هر عمر او هر ځای نه کسان شرکت کولې شی خو ولی باید انټرنیټ ته رسی لرل شرط دی.

المفتاح وویل: د دې مقابلو پیل کولو هدف د قرآن کریم خدمت کول او د هر عمر کسان د قرآن کریم تلاوت او ترتیل ته تشویق او جذب کول دی.

http://iqna.ir/fa/News/3361921

captcha