قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د عربستان رسمی خبرونو (واس) نه په نقل، د عربستان باچا مسجدالحرام کې د جرثقیل لوېدلو پېښی چې تقریباْ ۱۰۷ کسان په کې مړه او ۲۰۰ نه زیات کسان په کې ژوبل شوی دی، نه کتنې لپاره د هفته په شپه مکه مکرمه ته راغللو.
د عربستان باچا د مسجدالحرام لید نه پس وویل: مونږ به د دې پېښې سبب معلومولو څېړنه کوو او د هغې نتیجه به ټولو ښاریزو ته څرګنده کوو.
ملک سلیمان له دې نه پس «النور» تخصصی روغتون ته لاړه او د مختلفو ملتونو پاکستان، ایران، افغانستان، ترکی او مصری ژوبل شوې یی وپوښتل.
همدارنګه د مکه مکرمه روغتیا چارو وزیر اعلان کړی: تقریباْ ۹۵ ژوبل کسان د روغتون نه فارغ شوی او ۱۱۰ کسان د علاج لپاره تراوسه په روغتون کې بسترې دی.
د جوړوونکې ټېکه دار له اړخه د جرثقیل لوېدلو دلیل
د العالم چینل خبری بنسټ راپور ورکړی: د مسجدالحرام جوړولو ټېکه دار په دې اړه وویل: د جرثقیل غورځېدنه چې د ۱۰۷ بیت الله زیارت کوونکو د مړینې سبب ګرځېدلی د الله خوښه وه هیڅ فنی خرابتیا نه وه.
دا جرثقیل د طوفان او د تېز باران له قبله مات شو چې ۲۳۸ نور کسان یی هم ژوبل کړی.
دا ټېکه دار چې د بن لادن ډلې سره د مسجدالحرام په کار کې همکاری کوی د فرانس خبریال سره یی مرکه کې وویل: دې جرثقیل لکه د نورو څیزونو د تېرو درې څلور کالو نه ټیک کار کولو او هیڅ ستونزې یی نه لرله.
هغه چې غوښتنه یی وکړه نوم یی پټ پاتی شی په جرثقیل کې د هر قسمه فنی خرابتیا خبره رد کړه او وې ویل: زه به دا ووایم چې دا هر څه راپېښ شو د دا انسانی قدرت نه بهر خبره ده. تر کومی چې زه ور ته فکر کوم نو دا د الله پیرزوینه وو. دې کې د انسان هیڅ غلطی نه وه، بلکې دا قضا او قدر وو.
دې ټېکه دار وویل: دې جرثقیل د خانه کعبه طواف ځای کې ډېر مهم کار کولو او دا دارنګه طریقې سره لږېدلی وو چې په زرګونو طواف کوونکو ته ترې تکلیف نه وو ډېر به ښه طریقه لږېدلی وو.
هغه ادامه ورکړه: دې ځای کې د زیات کسانو د تګ را تګ له وجهې کار کول ډېر سخت وی.
دې ټېکه دار وویل: دا جرثقیل چې په سلګونو ټن وزن به یی اوچتولو ورو ورو را کوږ شو او بیا په جومات پرېوتو.
ویلې شوی چې د مسجدالحرام سترو لو پروګرام چې ۴۰۰زره مربع مېټر ورته به ځای ستره وې چې په کې به د دوه ملیون او ۲۰۰ زره کسانو لپاره ځای وې.
د عربستان رسمی خبرونو اعلان کړی: ۸۰۰ زره کسان د حج ادا کولو لپاره چې ۲۱ سپټمبر باندې شروع کېږی دې هیواد ته راغلی.
http://iqna.ir/fa/News/3361798