IQNA

هند «راجستان» کې د لوی اختر تعطیل فسخ کولو باندې د مسلمانانو خفګان

0:53 - September 19, 2015
د خبر لمبر: 3364669
نړیواله ډله: داسې وخت کې چې د اسلام منونکې په سراسر نړۍ کې د لوی اختر لپاره تیارۍ کوی، د هند راجستان ولایت مسلمانان د دغه ولایت دولت تصمیم باندې چی لوی اختر تعطیل فسخ کړی ناراضه دی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې،  د «Arynews» خبرونو بنسټ نه په نقل، د راجستان ولایتی مقاماتو د مدرسو او د پوهنتون نه غوښتنه کړی چې دی کال د لوی اختر تعطیل فسخ کولو اعلان وکړی.

د مسلمانانو غوسه سره مخامخ کېدو نه پس ایالتی دولت اعلان کړی چې یواځې مسلمانان معلمان د اختر په ورځ تعطیل نشی کولی.

مسلمانان دا اقدام اساسی قانون سره مخالف ګڼې او ګواښ یی ورکړی چې محاکمه ته به شکایت کوی.

هغوی د اختر په ورځ تعطیل فسخ کولو اقدام د هندوانو خوشحالولو لپاره یو نوی قدم وټاکلو.

څو ورځې مخکې هم د هند په ولایت کې د غوښې خوراک باندې هم بندیز لږولی وو، چې هغه هم لوی اعتراض سره مخامخ شوی وو.

مسلمانان د هند په ۱.۱ ملیارد ټولنه کې د ۱۸۰ ملیون نه زیات مسلمانان ژوند کوی، دا هیواد د اندونیزیا او پاکستان نه پس د تر ټولو ستر مسلمان ټولنیزه لرونکې هیواد دی.

http://iqna.ir/fa/News/3363102

captcha