قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «APA» خبرونو نه په نقل، د روس مرکزی حکومت امنیتی اداری مشر مرستیال سرګی اسمیرنف، پرون ۲۷ شهریور د دې خبر اعلان سره وویل: تقریباْ ۳۰۰۰ کسان نور هم د آسیا مرکزی هیوادونو نه داعش ډلې سره ګډون کړی او د دې ترهګری ډلې له اړخه جنګېږی.
اسمیرنف چې د خبریالو په غونډه کې خبری کولې، اروپا کې د کډوالو حالاتو په هکله یی وویل: احتمال ورکوم چې د منځنی ختیځ کډوال چې اروپا ته لاړ دی شمېر یی نور هم زیاتیدو سره مسئله یی پېچلی شی او دا مسئله د روس لپاره د استعداد له مخې «جدی ګواښ» وګڼلې شی.
هغه څرګنده کړه: دا ادعا چې د شام حکومت نه د ماسکو حکومت حمایت منفی تاثیر لری او دارنګه به نور زیات خلک کډوال شی ټیک نه دی. د شام ښاریانو کډوال کېدلو سبب د داعش پرمختګ دی.
اسمیرنف په ادامه کې امریکه ته کنایه کې اشارې سره وویل: ځنې هیوادونه کوښښ کوی چې په نړیواله توګه د ترهګرو سره مرسته کولو باندې ځان ترې لری وساتی.
http://iqna.ir/fa/News/3364974