قرآنی خبر خپروونکې نړیواله تولنه(ایکنا) راپور له مخې، له رضوی خراسان، د ایران نړیواله قاری محسن حاجی حسنی کارګر، د منا په پېښه کې شهید شو.
د قرآن وتلې استاد او د محسن حاجی حسنی کارګر ورور مصطفی حاجی حسنی کارګر د ایکنا خبریال ته د ایران نړیواله قاری محسن حاجی حسنی کارګر د منا په پېښه کې د شهادت خبر ورکړو.
د دې راپور له مخې، د قاریانو د حج تمتع کاروان مشر اطهری فرد، هم د ایکنا خبریال ته د ایران نړیواله قاری محسن حاجی حسنی کارګر د منا په پېښه کې د شهادت خبر ورکړو.
یادښتونه، د مهر میاشتې په دویم تاریخ د عربستانې مسؤولانو له اړخه غلط مشرتوب په نتیجه کې د قربانی اختر په ورځ د منا په ځمکه کې ۳۵۰۰ د بیت الله حاجیان مړه او ژوبل شو.
د رسمی شمېرنې په اساس د ایرانی حاجیانو نه په منا کې ۱۳۱ کسان مړه شوی چې ترې تراوسه ۱۱۹ کسانو پېژندنه شوی، د ایران د حج او زیارت مسؤولانو په دې پېښه کې د وژونکو شمېر زیاتولو احتمال هم ورکوی.
محسن حاجی حسنی کارګر هم د حج تمتع قاریانو کارون کې دې کال شامل وو چې د منا د پېښی نه پس یی پته نه لږېدله او اوس یی د مرګ اعلان اوشو.
د ایکنا خبرونو ډله د دې نړیواله قاری په شهادت باندې د شهید کورنۍ او ایرانی ولس ته خواخوږی وړاندی کوی.
http://www.iqna.ir/fa/News/3369395