قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «alrai-iq» نه په نقل، قبانجی د جمعه په ورځ د جمعه لمونځ په خطبه کې وویل: منا پېښه کې په سلګونو حاجیانو مړینه که چرته د حرمین شریفین ادارې په سبب وې نو د هغې په دې مقدس ځای کې بد مدیریت او ضعیف تدبیر دی، او که چرته له دې سببه وی چې د دغه هیواد د باچا کاروان تېرېدو نو بیا مسئله بله ده، خو په دواړو حالتو کې باید د آل سعود حکومت د دې پېښی مسؤولیت په غاړه واخلی.
د نجف د جمعه خطیب تاکید وکړو: عربستان کې د حاجیانو د سلامتې او حفاظت لپاره هیڅ ضامنتیا وجود نه لری د مکې حرم چې باید د امن او امان ځای وې هلته د حاجیانو جنازې پرتې دی، او د دې څه ضمانت دی چې راروان کال به دارنګه پېښی نه کېږی؟
هغه د عرفه او د امام حسین علیه السلام د څلوېښتی په ورځ د ملیونو خلکو شتون ته اشارې سره وویل: په عراق کې دارنګه پېښه نه وینو، سره د دې چې سعودی عربستان د دوه ملیونه حاجیانو د اداره کولو توان نه لری او د حج له لپاره د بهرنې ادارو سره یو ځانګړی وزارت لری بیا هم دارنګه پېښه تر سره کېږی.
د نجف امام جمعه په ادامه کې وویل: د ملګرو ملتونو سازمان ریښتونی مقابلې سره مخامخ دې چې خپل صداقت او جدیت ترهګری سره مقابله کې په نښه کړی.
هغه تاکید وکړو: د عراق بحران یواځې جدیت، صبر، همکاری او خپلې شخصی ګټې شاته غورځولو او ځواکی حل غواړی.
http://www.iqna.ir/fa/News/3370423