IQNA

د دې لوی پېښې مسؤولیت د سعودی حاکمانو په غاړه دی/ د اسلامی ولس نه د بښنې ضرورت + غږ

12:03 - September 28, 2015
د خبر لمبر: 3372725
سیاسی ډله: د انقلاب ستر مشر د فقه درس خارج غونډه کې تاکید وکړو: اسلامی نړۍ په دې هکله ډېری پوښتنې لری او سعودی حاکمان دې د چل ول په ځی اسلامی ولس او داغدارې کورنو نه باید بښنه وکړی، دې سترې پېښې مسؤولیت دې په غاړه واخلې او ضروریاتو باندې دې عمل وکړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د انقلاب ستر لارښود دفتر ویبپاڼې نه په نقل، حضرت آیت الله خامنه ای نن سحر، د فقه درس خارج غونډی ابتدا کې د منا سترې پېښی ته اشارې سره تاکید وکړو: اسلامی نړۍ په دې هکله ډېری پوښتنې لری او سعودی حاکمان دې د چل ول په ځی اسلامی ولس او داغدارې کورنو نه باید بښنه وکړی، دې سترې پېښې مسؤولیت دې په غاړه واخلې او ضروریاتو باندې دې عمل وکړی.

حضرت آیت الله خامنه ای، د منا خواخوږی پېښې او د قربانی اختر په اسلامی ولس باندې غم کې بدلېدو ته اشاره وکړه او وې ویل: انسان یو لحظه د دې غم نه سترګې نشی پټه ولې او دا غم د څو ورځو نه زمونږ او د مسلمانانو په زړونو باندې یو لوی غبار دی، د انقلاب معظم لارښود، د سعودی حاکمانو چل ول او د دې سترې پېښې مسؤولیت غاړه خلاصول غلط او یو بې اثره اقدام وټاکلو او وې ویل: اسلامی نړۍ په دې هکله ډېری پوښتنې لری او په زرګونو کسان مړه کېدل یوه وړه مسئله نه ده، نو باید اسلامی نړۍ په دې مسئله باندې غور وکړی.

هغوی همدارنګه تاکید وکړو: دا پېښه هیریدونکې مسئله نه ده او اسلامی ولس به د دې په جدی توګه لټون کوی او سعودی حاکمان دې د چل ول په ځی اسلامی ولس او داغدارې کورنو نه باید بښنه وکړی.

د انقلاب ستر لارښود د فقه درس خارج غږ دلته واوری.

http://iqna.ir/fa/News/3370995



captcha