IQNA

د منا پېښی نه پس سعودی مقاماتو باندې د انتقاداتو سېل

12:04 - September 28, 2015
د خبر لمبر: 3372727
نړیواله ډله: د منا خواخوږی پېښې او په سلګونو حاجیانو مړینې سره، د مختلفو هیوادونو او ټولنو له اړخه سعودی مقاماتو باندې د دې کال حج کې دویمه پېښې په سبب نیواکه کوی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د فرانس خبرونو نه په نقل، د اسلامی میراث څېړونکې موسسه چارو مشر عرفان العلوی په دې اړه وویل: هغې دومره هم نه پوهېږی چې حاجیان څه رنګه وساتی، د جمعیت مخنیوی لپاره هیڅ سمبالښت نشته.

د انګلیس حج او عمره مسافرو مرستیال «محمد جعفری» چې د حج سفر ته د انګلیس حاجیانو ړومبنۍ مرکز دی، وویل: د لاری نیوکه د دې لوی پېښی سبب جوړ شو.

هغه زیاته کړه: سعودیان له هر پېښی نه پس وایئ چې د الله پیرزوینه وو.

جعفری وویل: هغه حاجیانو سره چې د پېښی نه پس په ځمکه پراته وو خبرو نه معلومېږی چې د دې پېښی اصلی سبب د عربستان د باچا په منا کې د سترو خلکو سره ملاقات وو چې د هغې له وجه یی د رمی حمرات دو اصلی دروازې بندې کړی وې نو دا پېښه رامنځته شوه.

د اندونیزیا ولسمشر«جوکو ویدودو» د نړۍ ګڼ مېشتې مسلمانانو هیواد، د سعودیانو په کمزورتیا باندط نیوکه وکړه او وې ویل: د حج مدیریت باید ښه شی چې بیا داسې پېښی تکرار نشی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3370443

captcha