IQNA

د پاکستان د حلال صنعت مرکز جوړېدلو لپاره کوښښ

20:05 - October 05, 2015
د خبر لمبر: 3382012
نړیواله ډله: پاکستان د حلال تجارت په نړۍ کې اصلی مرکز جوړېدلو لپاره کوښښ د دې هیواد د پراختیایی او تجارت(TDAP3) اداره د اسلامی تجارت یو مرکز جوړه وی چې د حلال محصولاتو صادرات زیات کړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Tribune»  ورځپاڼې نه په نقل، د پاکستان د پراختیا او تجارت ادارې مشر نصر الله جمشید پرون یو سیمینار کې چې د « محمد علی جناح» پوهنتون په همت باندې کراچۍ کې پیل شو، وویل: کېدلی شی چې را روان دوه درې کالو پوری د حلال محصولاتو صادرات تقریباْ ۵۰ میلیارد ډالرو ته ورسېږی او کېدلی شې چې را روان پنځه کالو کې دا رقم نور هم ډېر زیات شی.

هغه زیاته کړه: په کال ۲۰۱۳ کې د نړۍ ټول تجارت کوټه تقریباْ  تر ۱۷.۹ تریلیون ډالر پورې رسېدلی وه او د حلال صنعت هم تر اوسه تقریباْ ۷.۱ تریلیون دی چې ۳.۹۲ تریلیون پوری د اسلامی همکاری سازمان غړیو سره تړلی دی.

نصر الله جمشید د حلال محصولاتو اداره په کراچۍ او لاهور ښار کې جوړولو باندې تاکید سره د دې صنعت کارکوونکو نه غوښتنه وکړه چې د حلال بازار ښه کولو لپاره د صنعت، تجارت او خدمات ورکولو لپاره زیات کوښښ وکړی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3377952

captcha