IQNA

آیت الله اختری:

د عاشورا نړیواله بنسټ جوړېږی

9:03 - October 13, 2015
د خبر لمبر: 3384791
خارجی څانګه: د اهل بیت علیهم السلام نړیوالې غونډې مشر هند کې د «پیام عاشورا» په کانفرانس کې د عاشورا نړیواله بنسټ جوړولو خبر ورکړو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی کلتور او اړیکو سازمان اطلاع رسوونکې بنسټ نه په نقل، د اهل بیت علیهم السلام نړیوالې غونډی مشر آیت الله اختری هند کې د پیام عاشورا په کانفرانس کې خپلو خبرو کې وویل: ډېر زر به دا بنسټ خپل کار شروع کړی او حسینی لار منونکو به په همت سره د حسینی لار څرګندول او د ارمانونو نه دفاع پیل کوی.

هغه ټول کال کې د تبلیغ وخت ته اشارې سره وویل: بهترین فرصت د اسلام ناب محمدی صلی الله علیه و آله څرګندولو او ښودو د امام حسین علیه السلام د عزاداری ورځې دی، ځکه امام خمینی فرمایلی چې محرم او صفر دی چې اسلام یی ژوندی ساتلې.

آیت الله اختری ادامه کې وویل: په دې کانفرانس کې باید د څو موضوعاتو په هکله او بیا د نړۍ د مظلومانو مرسته او د باطل قوتونو سره د مقابله کولو لپاره کوښښ وکړو.

په ادامه کې آیت الله اختری د مکتب اهل بیت علیهم السلام دښمنانو دسیسه او درغلې ته اشاره وکړه او وې ویل: د هغې نه د نجات لاره یواځې هغې سره مقابله ده باید ټول یو اواز شو او خپل اختلاف څنګ ته کړو او دغه خطره احساس کړو او د اهل بیت علیهم السلام مکتب نه د وحدت کلمه ترلاسه کړو.

ادامه کې د انقلاب ستر لارښود هندوستان کې غړی ښاغلی حجت الاسلام و المسلمین مهدوی پور د منا خواخوږی پېښی ته او بیا د عاشورا غمجن پېښی ته اشاره وکړه او وې ویل: دا پېښه دوه بعد لری یو د سید الشهداء او د هغوی مبارک ملګرو شهادت وو او بل د پیغام یی څېړنه غواړی.

هغه وویل: مونږ ته د عاشورا پېښه د ازادی، عزت او د ظلم نه نفرت ښودنه کوی، نو باید د دې مقدس پاڅون پیغام خپل ولس او ټولنې کې خپور کړو.

هندوستان کې د ولی فقیه غړی له مبلغانو نه غوښتنه وکړه چې د سید الشهداء د عزاداری مراسمو نه په کامله توګه استفاده وکړی او خلکو ته دینی ښودنې وکړی او دا فرصت له لاسه ور نکړی.

هندوستان کې د پیام عاشورا کانفرانس د اهل بیت علیهم السلام نړیوالې غونډې په همت او دغه هیواد کې د ایران خانه فرهنګ او دهلی ښار د ولی فقیه استازی دفتر په همکاری سره د خطباء، مبلغانو او ذاکرانو  شتون سره د سید الشهداء محرم او صفر میاشته کې عزاداری مراسم پیل کولو هدف سره د چهارشنبه په ورځ دهلی نو کې پیل شو.

یادښتونه: د کانفرانس په اخیره کې د ایران کلتوری اداری له اړخه «رساله حقوق» کتاب په اردو ژبه کې ژباړه شوی او چاپ شوی کتاب مخ پرانیسته وشوه. 

http://iqna.ir/fa/inter/News/3383945

captcha