قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «سبق» برېښنایی ورځپاڼې نه په نقل، دا کانفرانس به د قرآن کې تدبر نړیواله انجمن په همکاری سره د مراکش «الحسن الثانی» پوهنتون اسنانی پوهنې او د ادبیاتو پوهنځی کې پیل کېږی.
د قرآن کې تدبر نړیواله انجمن مشر عمر بن عبدالله المقبل وویل: په دې کانفرانس کې به کوښښ کوو چې د قرآن کریم د تدبر اصول او معرفتی بنسټ سره د تېرو شخصیتونو طریقه او د قرآن کریم د تدبر په تېرو کلونو کې کار کولو دنده ته کتنه او څېرنه کوو.
هغه زیاته کړه: همدارنګه په دې کانفرانس کې به د قرآن تدبر په اړه لیکلې شوی آثار او کتابونه معرفی کېږی نو دا کانفرانس د اهل قرآن لپاره د د قرآن تدبر کې د اړیکو او د څېړنو یوه ښه وخت دی.
د قرآن کې تدبر نړیواله انجمن یو علمی او تبلیغاتی موسسه ده چې د اسلامی امت تر منځه قرآن کې د تدبر تحقق لپاره په کال ۱۴۳۳ کې تاسیس شوی وه او د دې انجمن دنده قرآن کریم کې تدبر، عملی اړیکې او د اسلامی امت قرآنی علمونو سره آشنا کول او د دې الهی کتاب پوهنی نړۍ ته وړاندې کول دی.
http://iqna.ir/fa/News/3384205