قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د امام حسین علیه السلام سپیڅلې آستان نه په نقل، د حسینی سپیڅلی آستان تولیت مرستیال سید افضل الشامی په دې اړه وویل: د محرم الحرام ړومبنۍ شپه باندې د امام حسین علیه السلام د حرم مطهر زیارت کوونکو شتون سره او ځنې دینی، سیاسی او مذهبی شخصیتونو ګډون سره د سیدالشهداء علیه السلام د حرم په ګنبد باندې د عزاداری تور بیرغ چې د عزاداری نښه ده هسکولو مراسم پیل شول.
د امام حسین علیه السلام د حرم په ګنبد باندې سور بیرغ چې همیشه هسک وی هغه د شهادت او د وینی د انتقام نښه ده.
هم په دې اړه د حضرت آیت الله سید علی سیستانی د نجف دفتر اعلان کړی وو چې د زیارت له ورځی نه د هجری قمری نوی کال شروع ده او ړومبنۍ محرم الحرام دی.