IQNA

د کویټه شیعیان د امام حسین علیه السلام حرم زیارت لپاره کربلا ته کوچ کوی

20:17 - October 20, 2015
د خبر لمبر: 3390907
خارجی څانګه: چاودنی، وژل، ګواښونه او ځانمرګه حملې یو هم د کویټه شیعیانو کربلا ته د تللو لیوالتیا او د عاشورا په ورځ باندې د امام حسین علیه السلام د حرم زیارت ټینګه علاقه کم نکړه.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آسیا غربی څانګه، د کربلا تللو لیواله زائرانو شوق، تور بیرغ، د نوحه اوازونو، د حسین علیه السلام زائرانو خدمت کویټه ښار په یوې وړه کربلا کې بدل کړی ده.

پیغمبر اکرم صلی الله علیه و اله وسلم فرمایلی: «اِنَّ لِقَتْلِ الْحُسَیْنِ علیه السّلام حَرارَةً فى قُلُوبِ الْمُؤمنینَ لا تَبْرَدُ اَبَداً:‍ د امام حسین علیه السلام شهادت سره به د مومنینو زړونو کې داسی حرارت پیدا شی چې هیڅکله به یخ نشی.

نن دنیا وینی چې د پیغمبر صلی الله علیه و آله دغه حدیث عملی شو او په شرق او غرب کې او په هغه ځایونو کې چې کېدلی شی د نمر سترګی پرې رڼا نه وې کړی خو ولی په دې ورځو کې هلته د امام حسین علیه اسلام ذکر او مصیبت پیل کېږی.

او د نن ټیکنالوجی سبب شوی چې سره د دې اوس په میلیونو رسنو کې د امام حسین علیه السلام سره مینه لرونکې په مختلفو ټولنیزه رسنۍ کې د خپل مینې اظهار کوی.

نن کربلا تر عراق محدوده نه ده پاتې او اوس نه یواځې د عراق ګاونډ هیواد ایران بلکې نور هیوادونه هم د کربلا رنګ اخیستلې او د پاکستان کویټه ښار نن چې د دغه هیواد خلکو کې «باب الرضا» په عنوان مشهور دی په وړه کربلا بدل شوی.

ځوانان د دغه ښار سړکونو باندې تور بیرغونه لږولو کې مشغول دی او د کورونو او ګاډو نه د امام حسین علیه السلام د نوحه اوازونه اورېدلی کېږی.

د دغه ښار اهلبیت علیهم السلام سره مینه لروونکو خلکو له اړخه د امام حسین علیه السلام د زائرانو خدمت کول یو ښکلې نظاره وړاندې کوی او د بسونو د اډونه تر د پاکستان نړیواله هوایی ډګر پوری د محرم په اړه پروګرامونه پیل کېږی.

چاودنی، وژل، ګواښونه او ځانمرګه حملې یو هم د کویټه شیعیانو کربلا ته د تللو لیوالتیا او د عاشورا په ورځ باندې د امام حسین علیه السلام د حرم زیارت ټینګه علاقه کم نکړه او سره د ترهګرو چاودنو کې د شهیدانو او ژوبل شوی یو شمېر کسانو بیا هم د کربلا زائرانو شمېر ورځ په ورځ زیاتیږی.

http://iqna.ir/fa/inter/News/3386772

captcha