IQNA

عربستان شیعیانو جومات کې چاودنه باندې د آیسسکو او الازهر غبرګون

23:06 - October 30, 2015
د خبر لمبر: 3418498
نړیواله ډله: د الازهر اسلامی مرکز او د آیسسکو اسلامی سازمان بیله بیله بیانیه کې د ترهګرو له اړخه د عربستان جنوب نجران ښار جومات کې چاودنه محکوم کړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الیوم السابع خبرونو بنسټ نه په نقل، الازهر په دغه بیانیه کې د نجران ښار شیعیانو جومات کې چاودنه چې په کې ۴ کسان شهید او ۳۰ کسان ژوبل شو محکوم کړه، د الازهر اسلامی مرکز په دغه بیانیه کې د شیهدانو لپاره د لوړ مقام او د شهیدانو او ژوبل شوی کسانو کورنۍ لپاره د صبر او ژوبل کسانو ته خواخوږی سره د زر تر زره روغتیا لپاره الله نه غوښتنه کړی.

الازهر په دې بیانیه کې ویلې دی: د اسلام ځلنده دین د هر قسمه تاوترخوالی او د افراط ګری مخالف دی.

ایسسکو د عربستان نجران ښار شیعیانو جومات کې چاودنه محکوم کړه:

اسلامی ښودو او کلتور او علمونو سازمان آیسسکو هم یوه بیانیه د عربستان ښار نجران کې د شیعیانو جومات باندې چاودنه چې د یو څو کسانو د شهادت او ژوبل کېدلو سبب وه محکوم کړه:

آیسسکو په جومات کې چاودنه یو ترهګره اقدام وبللو او فساد فی الارض یی وټاکلو او حمله کوونکې او د دې حملی پروګرام جوړوونکې یی د اسلام دښمنان او د اسلام مخالف وټاکل.

د ایسسکو اسلامی سازمان په ادامه کې جوماتونه او بی ګناه لمونځ کوونکو وژنه په ځمکه له ټولو نه لوی فساد فی الارض وټاکلو.

نجران شیعه مسجد کې چاودنه د عربی هیوادونو غبرګون

د اردن حکومت هم په یو بیانیه کې دا ترهګره حمله چې د عربستان جنوب نجران ښار المشهد جومات کې شوی محکوم کړه.

محمد المومنی، د اردن حکومت ویندوی وویل: ترهګر ناراوا شکل سره حمله کوی او د بی ګناه خلکو وینه تله وی او د الله د کور خیال نه کوی.

هغه عربستان ته تاکید سره وویل: مونږ هر قسمه ترهګری او په ټولو شکلونو سره رد کوو.

شیخ صباح احمد جابر الصباح د کویت امیر هم د عربستان باچا ته یو پیغام کې وویل: مونږ د ترهګری دا اقدام چې په کې څو کسان شهیدان او ژوبل شو محکوم کوو.

http://www.iqna.ir/fa/News/3399277

captcha