IQNA

د مصر دارالافتا:

د شیعیانو جوماتونو سپکاوی حرام دی

10:55 - November 03, 2015
د خبر لمبر: 3439942
نړیواله ډله: د مصر دارالافتا، د ترهګری ډلې داعش له اړخه د مسلمانانو په جوماتونو باندی حملی حرام کړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تقریب(تنا) خبرونو نه په نقل، د مصر دارالافتا له اړخه بیانیه کې، د داعش ترهګری ډلې له اړخه د جوماتونو کې سپکاوی او چاودنه محکوم کړه او د مسلمانانو جوماتونو هر ډوله سپکاوی حرام ګڼل باندی تاکید وکړو.

دا بیانیه د ابولیث الکنانی په ځواب کې چې د داعش مفتی دی او د شیعه جوماتونه یی د معبد او بت پرستۍ سره یاد کړی وو او د عربستان نجران کې یی جومات خپل هدف ګرځولی وو، جاری شوی.

د مصر دارالافتا تاکید وکړ: د شیعیانو جوماتونه هم د اهل سنت د جوماتونو غوندې دې او هر ډوله سپکاوی، چاودنه او ویجاړول د دې جوماتونو جایز نه دی، جوماتونو تکریم او غوره ګڼل، دینی مراسم پیل کول او د جوماتونو خیال ساتل او جوړونه د ټولو لپاره او د سپېڅلې شرع حکم دی.

د دې بیانیه په ادامه کې راغلی: جومات د عبادت ځای دی او د هغی تشبیه له شرک معبد او بت پرستۍ سره ورکول د الله د کور سپکاوی دی، او جوماتونو باندې هر ډوله یرغل او زیاتی د فساد فی الارض مصداق دی او هیڅ قسمه فرق کول د شیعه او اهل سنت جومات کې قابل قبول نه دی.

د مصر دارالافتا د ترهګرو سازمان له اړخه قومیتی اختلاف نه خپل کارونو پرمختګ کې استفاده ته اشاری سره وویل: دا سازمانونه به په اسلامی هیوادونو کې د فتنه، هرومرو او ناامن کولو لپاره ناغه ونکړی، چې دارنګه کارونو سره اسلامی هیوادونو کې خپل واک ترلاسه کړی، لکه څرنګه چې په شام او عراق کې هم دی سیاست نه استفاده کړی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3426999

captcha