قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) د «تفسیر» خبرونو بنسټ نه په نقل، د نامتو قاریانو شورا د عربستان اسلامی نړیواله انجمن په مرستی سره جوړ شو او لوړمبنۍ غونډه یی د مکه مکرمه «برج الساعه» هوټل کې پیل شوه.
دا غونډه د عبدالله بن عبدالمحسن الترکی په مشری کې چې د اسلامی نړیواله انجمن مشر دی پیل شوه او په دې کې د نامتو قاریانو نړیواله شورا مشر عبدالله بصفر او د اسلامی نړۍ نورو ۲۰ نامتو قاریانو ګډون وکړو.
په ادامه کې د اسلامی نړیواله انجمن په دې اړه وویل: دا غونډه د قرآن کریم هلی ځلې او د نړۍ نامتو قاریانو تاثیر او د هغوی د قرآن کریم تجوید او تلاوت کې برخه څرګندولو هدف سره جوړ شوی.
ادامه کې په دې غونډه کې ګډون کوونکو د دې شورا پروګرامونه چې د دې نړیواله قاریانو شورا اساسنامه ته هم شاملېږی او د دې غونډی غړو نومونه یی په لیک کړه او د قرآن کریم لوست په اړه د یوې علمی مجله خپرولو په هکله یی خبری اتری وکړی.
http://www.iqna.ir/fa/News/3428244